د جومات محراب کې چاودیدونکي توکي شنډ شول

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د جومات په محراب کې ځای پر ځای شوې د هاوان مرمۍ له زیان پرته خنثی کړای شو.
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند د سپینې ماڼۍ هوټل ته څېرمه د جومات په محراب کې ځای پر ځای شوي د هاوان دوه مرمۍ د ملي امنیت منسوبینو له لورې کشف او له زیان پرته لمنځه یوړل شوې .
تروریستانو غوښتل،چې یادو مرمیو ته په چاودنې ورکولو سره لسګونو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واړوي،خو د ملي امنیت منسوبینو له لورې یې د شومې کړنې مخنیوی وشو.
په همدې حال کې د ترویستانو له لورې د روداتو ولسوالۍ د کوچیانو په دوه سړکې سیمه کې کېښودل شوی ریموټ کنټرول ماین هم د ملي امنیت منسوبنیو له لورې کشف او له زیان پرته لمنځه یوړل شو.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply