د جوزجان ولایت اوسیدونکو د سولې په ملاتړ غوڼده ترسره کړې

comments 0

1 Views

هندوکش ـ جوزجان: په جوزجان ولایت کې میرمنو، ځوانانو، مدني فعالانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د سولې ملي پروسې څخه ملاتړ وکړ او د جګړې له ښکیلو لوریو په ځانګړي ډول وسلوالو طالبانو څخه یې غوښتنه کړې چې نور په هېواد کې له تاوتریخوالي څخه لاس واخلئ او سوله وکړئ.
دغونډې ګډونوالو د افغان حکومت او طالبانو له مذاکراتو له پلاوو څخه غوښتي دي، چې ژر تر ژره دايمی اوربند ته زمینه برابره تر څو دروانې افغان وژنې مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکي په طالبانو نیوکه کوي او وايي، چې طالبان له یوې خوا د سولې خبرې کوي او بلې خوا یې جګړې ته زور ورکړی دی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments