د جوزا په پنځمه د نوماندانو نوملیکنه پیل کیږي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان بدیع صیاد وايي د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ به د جوزا له ۵ مې پیل او تر ۲۲مې نیټې به دوام پیدا کړي.
بدیع صیاد رسنیو ته و ویل چې د راتلونکې زمري میاشتې په ۱۲مه نیټه به د نوماندانو وروستی لست اعلان شي.
هغه زیاته کړه چې د پارلماني او ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې به د قوس په ۲۹ نیټه اعلان شي.
د پآرلماني ټاکنو لپاره د میزان اته ویشتمه نیټه اعلان شوې او د ټاکنو لپاره د تذکرو ویش او نوملیکنه د هېواد په ټولو لویو ښارونو کې پيل شوې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments