د جوارو آش

comments 0

0 Views

اړین توکي
آش – ۵۰۰ ګرامه
د جوارو کنسر – ۲۰۰ ګرامه
کوفته شوې غوښه – ۳۰۰ ګرامه
پیاز- ۱ دانه
رب – ۳ قاشوغې
هګۍ – ۲ دانې
مستې –دوه قاشوغې
زعفران – نیمه قاشوغه
غوړي – یو ګیلاس
مالګه /تور مرچک / کورکمند/ د اړتیا په اندازه
د پخولو طریقه :
لومړی یو پیاز د غوړیو سره سور کړئ او کورکمند ورسره یوځای کړئ وروسته دری قاشوغې رب په نیم ګیلاس اوبو کې حل او له پیاز سره یې یوځای کړئ وروسته غوښه ، مالګه ، تور مرچ ، د جوارو کنسر ورسره اضافه کړئ تفت ورکړئ وروسته په یو لوی دیګ کې اوبه واچوئ او په اور یې کېږدئ تر څو وخوټیږي او مالګه ورسره اضافه کړئ وروسته آش ټوټه کړئ او په جوشو اوبو کې یې واچوئ په پخولو کې یو یا دوه ځلې آش وښوروئ وروسته یې له اوبو وباسو او له یخو اوبو سره یې آبکش کوو .
اوس دوه قاشوغې مستې له دوه هګیو سره لږ مالګه زعفران سره اوبه کړئ او یو یو ګیلاس د جوارو کنسر ورسره ګډوئ وروسته آبکش شوی آش ور اضافه کړئ وروسته د غوړیو نیمایي اندازه دیګ کې سره کوو او آش هګې ورسره اضاغه کوو او د دیګ سرپوښ بندوو تر پنځو دقیقو یې په اور ایږدو وروسته پاتې هګۍ او آش هم پکې واچوئ وروسته دا خواړه یو ساعت لپاره دم ته کېږدئ
اوس ستاسو دم شوی آش تیار دئ نوش جان

Share this page to Telegram

Comments