د جنګ آخري خاتمه سوله ده!/ بریالی ویاړ

comments 0

0 Views

سوله د الله جل جلاله د ټولو مخلوقاتو له پاره اړينه او طبیعي غوښتنه ده، په ټولو مخلوقاتو کې تر بل هر چا انسانان زيات سولي او ارامي ته اړتيا لري، د تاريخ په اوږدو کې انسانان تل د نړۍ په يو ځای کې په جنګ کي اخته او د سولي له نعمت څخه بي برخي پاتي شوي دي، خو داسي وخت هم په تاریخ کي ثبت دی چې ځيني وختونه ټوله نړۍ په سوله او ارامي کي پاتي شوي او د نړۍ په هیڅ ګوټ کي د جنګ، وژنو او نيونو له پاره انسانان نه دي قرباني شوي.
درې نسلونه مو د یوې ګونګې او تپل شوې جګړې په اور کې وسوځېدل او لا هم د دغې بدمرغه جګړې اور زموږ د راتلونکيو نسلونو ژوند ګواښي. د سولې راوستل قیمت لري او د دغه قیمت پرېکول جرات او متانت ته اړتیا لري، د سولې په راکړه ورکړه کې باید زغم، درناوی او باور ته پوره ځای ورکړل شي او له دغو دريو اصولو پرته سوله ټکنۍ ده. افغان ولسمشر د سولې د اصل پر بنسټ د روانې بدمرغه جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپلو متحدانو، سیاسي ګوندونو، قضایی او عدلي ارګانونو په سلا یو ځل بیا ملت او نړۍ ته د ښه نیت څرګندونه وکړه او د طالبانو درې مخکښ غړي چې خوشې کېدل یې د سولې خبرو اترو د پیل لپاره د طالبانو له خوا یو مهم شرط ګڼل شوې و د یو علني کنفرانس په ترڅ کی د خوشې کېدو فرمان وړاندې کړ.
دا چی دغه اعلان په عامه ذهنیتونو مثبت یا منفي اغېز ښندلی وي دا جلا خبره ده خو په ټوليیز ډول دا د سولې په برخه کې د پوره متانت دریځ دی چې د وخت واکمن یی په ډاګه کوي او هغه قشر چی نور د جګړې اوږدېدل نه غواړي د دغه دریځ ملاتړ کوي.
د سولې پیل او د جګړې پای باید اخير هم له یو ځایه پیل شي او د افغانستان د روانې غمیزې د پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت دا دریځ د ستایلو دی. په پوځي، سیاسي او ټولنیزه راکړه ورکړه کې هیڅکله یوه خوا ګټونکې نه وي، بلکې دواړې خواوې باید ګټونکې وي، هر اړخ باید له یو څه تېر شي څو له بل لوري یو څه تر لاسه کړي او که چېرته هر اړخ په خپل موقف او دریځ کلک ولاړ وي؛ نو دا د حل‌لاره نه، بلکې د بدمرغیو دوام دی.
واقعیت دا دی چې طالبان په ټوله کې خپلواک نه دي او د سیمې د ځینو هېوادونو د استخباراتو تر څنګ، د پاکستان له لارښوونې او خوښې پرته د جګړې او سولې لپاره یو ګام هم نه‌شې اخیستای. د درې طالب بندیانو او د افغان ـ امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د تبادلې په برخه کې د طالبانو له لوري را منځ ته شوی خنډ او ځنډ هم د پاکستان په مستقیمه لارښوونه شوی، ځکه د طالبانو په لیکو کې هم اوس بې‌حده اختلافات پیدا شوي او تر څنګ یې له حقاني شبکې سره هم چندان رښتینې نه ‌دې روان او پاکستان نه غواړي د طالبانو هغه ډلې چې مستقیماً یې تر لاس لاندې نه دي یا یې هم ښې موخې او ګټې نه‌شې تامینولای، له افغان حکومت او امریکا سره د سولې په خبرو کې یو ګام مخکې شي یا هم لږ تر لږه یې تر منځ اړیکې ورغول شي.
خو په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې پای ته رسول او د سولې راتلل د افغانانو تر ټولو ستره هیله او غوښتنه ده. طالبان او نورې ترهګرې ډلې باید نور پر افغانانو روانه تپل شوې جګړه پای ته ورسوي، د جګړې پر ځای، سولې ته لومړیتوب ورکړي او د پردیو هېوادونو د موخو او ګټو د خوندیتوب پر ځای، د خپل هېواد او خلکو د امنیت د تامین لپاره کار وکړي. روانه جګړه به بالاخره یوه ورځ پای مومي، خو ښه دا ده چې نور د افغان وژنې دا اوږده لړۍ ژر پای ته ورسول شي او افغانان ارام ژوند او پرمختګ ته چې ځینې ګاونډي هېوادونه یې نه غواړي، پرېښوول شي.

Share this page to Telegram

Comments