د جنرال ظاهر ګل مقبل شهادت، ملي اردو او د افغانستان خلکو ته نه جبرانیدونکې لویه ضایعه ده.

comments 0

340 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان ولسمشر د هلمند د څلورمې سرحدي لوا پر قوماندان جنرال ظاهرګل مقبل برید غندلې او د تروریستانو کار یې بللې دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې چې پرون، د نومبرپه ۳۰مه، خپره شوه ، د ولسمشر محمد اشرف غني په حواله لیکل شوي چې تروریستان او د هغوي پلویان په داسې بزدلانه بریدونو د افغانستان د خلکو اراده نه شي کمزوې کولای.
جنرال ظاهرګل مقبل پرون د هلمند د ناوې او مارجې ولسوالیو ترمنځ پر سرک د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
ملي دفاع وزارت هم د ښاغلي مقبل پر وژنه خواشنې څرګنده کړې او دی یو تکړه او وطنپرست انسان بللی: (برید جنرال ظاهر ګل مقبل د امیر ګل زوی په ۱۳۴۵ کال کې د پکتیا ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې په یوې روڼ اندې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او له ۱۳۶۴ کاله تر ننه د ۱۳۹۸ د لیندۍ ۹مې نېټې، له وطن او ملي نوامیسو څخه د دفاع پخاطر ارزښتناکه خدمتونه ترسره کړي دي. د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د برید جنرال ظاهر ګل مقبل او دده د ساتونکی انځرګل د شهادت له امله، د دوی محترمو کورنیو، د ملي اردو منسوبینو او ټولو هېوادوالو ته ژوره خواشیني او خواخوږي څرګندوي.)
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments