د جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي د جګړې د قربانیانو کورنیو ته ډاډ ورکړی/ سیدعبدالله پاچا

comments 0

1 Views

د جګړې له ملکي قربانیانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌ کوونکي پلاوي مشورتي ناسته کړې او په دې ناسته کې د قربانیانو کورنیو ته ډاډ ورکړل شوی چې حق به یې نه تلف کیږي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌ کوونکي پلاوي مشر، محمد معصوم ستانکزی ویلي، جګړې قربانیان به له عاطفي، اخلاقي او زموږ د مسؤولیت له اړخه د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې یو مرکزي ټکی وي. نړیوالو تجربو ښودلې چې یو اړخیزه سوله تر ټولو ډېر زیان د جګړې قربانیانو ته اړوي.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي لیدلوری دا دی چې د عادلانه سولې په خاطر چې ټول ترې برخمن شي، باید د جګړې ټولو قربانیانو ته ژوره رسېدنه وشي.
ستانکزي ويلي، د جګړې د قربانیانو نظرونه به له موږ سره مرسته وکړي چې له مقابل لوري سره په مذاکراتو کې وکولی شو په پلان جوړونه کې د هغوی د نظرونو په شاملولو سره، د هغوی حقونو ته د رسېدو په برخه کې مرکزي رول ورکړو.
هغه ډاډ ورکړی چې د جګړې بندول او وینې تویېدنې ته د پای ټکی اېښودل زموږ بنسټيزه موخه ده؛خو دا بنسټیزې سولې ته رسېدل نه دي. سوله باید د عدالت په محور رامنځته شي او ټول لوري ځانونه بریالي احساس کړي.
د مذاکره‌کوونکی پلاوی د نړۍ دسولې د تجربو، ۴۰ کلنې جګړې او د سولې د مخکېنیو هڅو په اړه ښه درک لري. د سولې پروسه باید له شک پرته قرباني محوره وي.
معصوم ستانکزي ویلي چې د مذاکره‌کوونی پلاوی به د جګړې د قربانیانو له‌خوا پر مطرح شوو نظرونو بحث وکړي.
هغه ډاډ ښودلی چې باید په ګډه داسې پایلې ته ورسېږو، چې داسې ځای ته ورسېږو چې تاوتریخوالي بیا تکرار نه‌شي. موږ به اکاډمیک او منسجم کار وکړو.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړی، مولوي عطاءالله لودین ویلي چې ناروا جګړه باید پای ته ورسېږي. موږ د سولې مذاکراتو په هره اړونده اجنډا کې د جګړې له قربانیانو دفاع کوو او د هغوی حقونه مو په پام کې دي. موږ به د عادلانه سولې زمینه برابره کړو.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړی، سید سعادت منصور نادري ډاډ ښودلی چې قرباني‌محوره عدالت زموږ د بحث له اساساتو دی. د جګړې له قربانیانو دفاع او د لا ډېرې قربانۍ مخنیوی زموږ اېماني او اخلاقي مسؤولیت دی.
د سولې بهیر اصلي ګټونکې باید د جګړې د قربانیانو کورنۍ وي. د جګړې قربانیان باید له خپلو بشري حقونو برخمن شي. سوله یو موقت اوربند نه‌دی، بلکې د ۱۹ کلنو لاسته‌راوړنو ساتنه له ځان سره ولري.
نادري ویلي چې د یوې ګډې کمېټې په جوړولو به کار وکړو چې د جګړې د قربانیانو، د هغوی د ملاتړو، د ملي مصالحې د عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت استازي حضور پکې ولري. د نورو هېوادونو د تجربو له مخې د دواړو لورو د جګړې د قربانیانو حضور به د مذاکراتو بهیر د چټکتیا لامل شي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې، فوزیه کوفي ویلي چې د جګړې قرباني یوازې هغه خلک نه‌دي، چې د دولت په ساحه کې وو. زموږ ملکي وګړي په دواړو لورو کې د جګړې قرباني وو او د سولې مذاکراتو اړخونه د جګړې د قربانیانو په اړه مکلفیت لري.
په جګړه کې د افغانستان خلک په بېلابېلو ډولونو قرباني شوي دي.
ستاسو لیدلوري د مذاکره‌کوونکي پلاوي د اساسي کرښو په توګه مطرح دي. موږ باید د جګړې د ختم تر څنګ د خلکو لپاره غوره ژوند برابر کړو، چې ټول ارزښتونه یې پکې شاملېږي. د قربانۍ پر محور عدالت زموږ کاري لومړیتوب او بحث دی.

Share this page to Telegram

Comments