د جمهوررئیس غني په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه

comments 0

35 Views

هندوکش ــ کابل: له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ امنیتي غونډې د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د کابل ښار د امنیت د تامین په اړه بحث وکړ.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې په دغه غونډه کې چې چهارشنبه ماښام په ارګ کې وشوه، د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د امنیتي وضعیت، تهدیداتو او د دښمن د ځپلو په موخه د خپلو پلانونو په اړه خبرې وکړې.
غونډه کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار شوی او د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته لارښونه شوې چې د هیوادوالو په ځانګړي ډول د کابل ښاریانو د امنیت د ټینګښت لپاره لازیاتې هڅې وکړي.
جمهوررئیس غني د دښمن د شومو پلانونو د دفع او خنثی کولو په خاطر د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
عبید راد پور

Share this page to Telegram

Comments