د جمهوررئیس غني د حکم پر بنسټ، د هیواد د یوه ډیپلوماټ اثار او یادښتونه ترجمه او چاپېږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د اماني دورې د یوه ډیپلوماټ مرحوم ادیب خان د اثارو او یادښتونو د مجموعې د ژباړې او چاپ چارې د هېواد دوو ادیبانو، څېړونکو او فرهنګیانو ته وسپارلې
په دغو مراسمو کې چې د ارګ په ارشیف کې ترسره شول، د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود په پیل کې د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر د یادو اثارو د ژباړې او چاپ په خاطر د استاد حبیب الله رفیع او استاد محمدا اصف صمیم د ګمارنې په اړه د هېواد د جمهوررئیس حکم ولوست.
په دغه حکم کې موظف پلاوي ته دنده سپارل شوې چې پر دې مجموعه څېړنه وکړي، د ژانرونو او محتوا له پلوه یې طبقه بندي او عربي متنونه یې په ملي ژبو وژباړي او د چاپ لپاره یې اماده کړي.
وروسته جمهوررئیس وویل: د تاریخ د شاګرد په توګه نن راته د ډېر ویاړ ځای دی چې د افغانستان د تاریخ یو ګمنام شخصیت بېرته د هیواد خلکو ته ورپېژنم.
جمهوررئیس زیاته کړه، ډیپلوماټ ادیب خان د بخارا په جمهوریت کې د اعلیحضرت امان الله خان د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله او د اماني او امانیه ښوونځیورئیس او د محمدولي خان دروازي په مشرۍ روسیې او اروپا ته د افغانستان د ډیپلوماتانو د پلاوي غړی وو.
د هېواد جمهوررئیس وویل: مرحوم ادیب خان چې په دري او عربي ژبو سفرنامه او نور اثار لیکلي د افغانستان، اوزبیکستان او روسیې د معاصر تاریخ لپاره د نادرو اثارو له ډلې شمېرل کېږي.
هغه زیاته کړه، یاد اثار چې د اماني دورې د مهال افغان مېرمنو سل قطعې عکسونه هم په کې شته، د ادیب خان لمسي د هېواد لومړۍ مېرمن ته سپارلي وو او ویاړم چې هغه د ساتنې لپاره ارشیف ته سپارم، دغه راز د هغو د ژباړې او چاپ اقدام هم کېږي.
جمهوررئیس وویل، هیله لرم یاد اثار او یاداښتونه د راتلونکو نسلونو لپاره ارزښتناکه هدیه واوسي. هغه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې یاد اثار او یادښتونه سکِن او دغه راز دې د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د نمانځنې جشن ته چمتو کړي
په دې مراسمو کې استاد حبیب الله رفیع او استاد محمداصف صمیم هم خبرې وکړې او د هیواد تاریخ او فرهنګ ته د جمهوررئیس د پاملرنې او پر هغوی د باور او دغه راز د ډیپلوماټ ادیب خان د یادښتونو او اثارو د ترلاسه کولو په خاطر یې د هېواد د لومړۍ مېرمن د هڅو مننه وکړه.
دغه راز د اطلاعاتوفرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ او د جمهوررئیس سلاکارانو استاد اسدالله غضنفر، عبدالغفور لېوال، لعل پاچا ازمون او سمیع حامد، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس عبدلوحید قتالي او د ملي ارشیف رئیس محمدافسر رهبین د ډیپلوماټ ادیب خان د یادښتونو او اثارو د ارزښت او د هغو د ساتنې د څرنګوالي په اړه خپل نظریات او لیدلوري بیان کړل.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments