د جمال د وژنې څرنګوالی لا هم نه مالوم

comments 0

0 Views

هندوکش – سعودی: سعودي وايي عربي ژورنالیست خاشقجي د قونسلګرۍ دننه نه دی وژل شوی.
سعودي چارواکي ادعا لري چې جمال خاشقجي قونسلګرۍ ته له ننوتلو څو شیبې وروسته بېرته وتلی دی.
استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ کارکوونکي وايي خاشقجي چې په کومه دروازه وتلی، هغه مهال د دروازې امنیتي کمره خرابه وه نو ځکه یې هغه صحنه نه ده ثبت کړې.
اخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، بهرنیو چارو وزیر؛ مایک پمپیو به ډیر ژر د سعودي حکومت له لوري ورکړل شوي مالومات له هغه سره شریک کړي.
ترکیه وايي جمال خاشقجي د قونسلګرۍ د ودانۍ دننه له سختو وهلو ډبلو وروسته وژل شوی او بیا یې جسد له ودانۍ ویستل شوی او بل ځای ته لیږدول شوی دی.
د ترکیې حکومت تازه ویلي په دې قضیه کې یې تر اوسه یو شکمن کس نیولی او څیړنې ترې پیل شوې دي.
خو دا په داسې وقت کې ده چې څو شیبې وړاند د خاورمیانه په نویب ویب پاڼې په یوه خبر کې ویلي چې د خاشقجي په وژلو کې لاس لري او له همدې امله یې له اروپایي هیوادنو د پناهندګې غوښتنه کړې ده.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments