د جمال د قضيي نوې اړخونه رابرسیره شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – عربستان : د عربي ژورنالست د ترور په کړکیچنه قضیه کې نوي جزییات را برسیره شوي.
تازه راپورونه وايي جمال خاشقجي سعودي قونسلګرۍ ته له ننوتلو سره سم زندۍ شوی او بیا وروسته یې وجود ټوټه ټوټه شوی دی.
د استانبول امنیتي چارواکو په لومړي ځل د دې قضیې په تړاو څرګندونې وکړې.
د ښار امنیتي ادارو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په رسمي ډول دا مالومات ورکړي او زیاته کړې یې ده چې د خاشقجي جسد له منځه وړل شوی دی.
اخوا د ترکیې حکومت او د خاشقجي کوژدن په دې قتل کې د سعودي شهزاده محمد بن سلمان مسوول ګڼي او له هغې یې ځواب غواړي
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments