د جلال آباد ښار څلورمې ناحیې کې چاودنه شوې

comments 0

36 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، نن شاوخوا ۱۰نیمې بجې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې چاودنه شوې ده.
خبر له مخې، په پېښه کې یو کس وژل شوی او ۲ نور ټپیان دي.
د ننګرهار ځایي چارواکي وایي چې ښایي پېښه د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې وي. امنیتي سرچینې وايي د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې او معلومات به وروسته له خلکو سره شریک کړل شي.
جلال اباد ښار کې داسې مهال دغه چاودنه کېږي، چې ټاکل شوې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ ټاکنیز ټیم نن په دغه ولایت کې کمپایني غونډه ولري.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments