د جرګې په اړه انديښنې بې ځایه او خوشبیني پر ځای وه / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

له کابو نیمې پیړۍ راهیسې مو وطن کې د جګړې اور بل دی. دې اور نه یوازې زموږ ګلورین وطن سیزلی؛ بلکې اعتماد یې هم لولپه کړی. همدا لامل دی چې خلک هرڅه ته د شک په سترګه ګوري. خلک نه دي ملامت؛ ځکه چې خلک بار بار دوکه شوي دي.
خو، شک دوه ډوله دی: یو هغه دی چې د بې اعتمادۍ له کبله پیدا کیږي او بل هغه دی چې ځینې یې د نفرت او عُقدې له مخې خپله پنځوي او بیا یې نورو خلکو ته هم ترزیقوي.
د سولې مشورتي لويې جرګې په اړه دا دواړه ډوله شکونه موجود و. لومړی خو په طبعي ډول و؛ خلک ملامت نه و؛ خو دویم خطرناک و. ځکه قصداً پنځول کیده او قصدا د هغه څه په اړه منفي قضاوتونه کیدل چې اصلا ترې خبر نه و. هو به هو لکه څوک چې هیڅ د هوا پیژندنې وسایل ونلري؛خو درګرده د راتلونکې اونۍ د هوا حالاتو په اړه وړاندوینې کوي.
شک دا و چې ګوندې دا جرګه د واک د دوام لپاره ده. دا شک ځکه قصدي و چې په دې اړه سترې محکمې وخته پرېکړه کړې وه او د هغې پرېکړه د جرګې تصویب او تایید ته هیڅ اړتیا نلري. په دې خبره شک پنځوونکي هم پوهیدل، خو یا له عادته مجبور وو او یا همدا ماموریت ورسپارل شوی و.
د بریدونو شک
داسې اوازې هم خپریدې چې په جرګه به برید وشي. دا شک ځکه وېرونکی و چې په همدې سیمه کابو نهه کاله مخکې (۲۰۱۰) د سولې په مشورتي جرګې راکټي برید شوی و. دا برید د وخت د کورنیو چارو د وزیر او د جمهوري ریاست د اوسني کاندید حنیف اتمر او د هغه وخت د ملي امنیت د رییس امرالله صالح د استعفی لامل شو. دوی دواړو په دې عنوان، چې د جرګې په امنیت کې پاتې راغلل، استعفاوې وړاندې کړې او د وخت ولسمشر ښاغلي حامد کرزي هم نر غوندې ومنلې.
خو دا ځل هیڅ امنیتي پیښه واقع نشوه. امنیتي او کشفي ارګانونه په خپل ماموریت کې پوره بریالي شول. دا امنیت، د موظفینو د شپه ورځ زحمتونو سربیره، د ډيرو سړکونو د تړلو په قیمت، چې حتی روغتون ته په لاره د یوه ناروغ ماشوم د مړینې لامل هم شو، نیول شوی و.
سربازان د جرګې د امنیت لپاره هرې قربانۍ ته چمتو وو. دا چمتوالی د هغوی له کردار او ګفتاره معلومیده. د یوې تالاشۍ څنګ ته د موټر لپاره منتظر شوو. هلته څلور سرتیري له زغروال پوځي موټر سره ولاړ وو. یوه غږ کړ: له دې ځایه لاړ شئ، خدای مکړه کومه پیښه ونشي، موږ خو هسې هم مصرف کې یوو!
د سیاسیونو نه ګډون
د حالاتو د جبر په نتیجه کې ګڼو مطرح شويو سیاسیونو له جرګې سره بایکاټ وکړ، دوی اصلاً غوښتل د خپل انتخاباتي رقیب او موجوده ولسمشر دریځ کمزوری ثابت کړي. دوی پلان درلود چې په بایکاټ به یې خلک هم جرګه تحریم کړي او په دې توګه به ولسمشر ته باور پاتې نشي؛ خو دوی په ولس کې له خپل نفوذه بې خبره و. د بیدارۍ نوې څپې دوی کونج ته کړي او خلک په دې پوه شوي چې دا مطرح کسان خپلې ګټې پالي او ضد یې هم عقدوي دی. همدا و چې په دې سختو شرایطو کې د هیواد له ګوټ ګوټ نه، سپین ږیري، ځوانان، میرمنې، د مذهبي او قومي لږکیو استازي راغلل او په خپل ګډون یې د تحریم کوونکيو پر مخ یوه نرمه څپیړه ور حواله کړه.
د جرګې د غړو کاري بهیر
زه له درې نورو ملګرو سره په یوه کمیټه کې وم. دنده مې د کمیټې غړو سره همکاري او د راپور لیکنې په برخه کې مرسته وه. د نظر او وړاندیز حق مې نه درلود. دې کمیټه کې د بیلابیلو ولایتونو (۵۰) کسانو ګډون درلود. اندیښنه کې وم. ما ویل دا د مختلفو افکارو خلک به څنګه واحد یا ورته نظر ولري. دوی کې خو به خامخا ځینې دولت ضد وي او ځینې به د طالبانو پر وړاندې عقدې لري. له دې هر څه زیاته یوه بله اندیښنه وه او هغه دا چې ما ویل هسې نه کوم حکومتي سړی راشي، خپل لنډ تقریر وکړي او په شفر شفر کې فرمایشونه ورکړي.
په همدې ذهني کشمکش کې وم چې یوه ډلګۍ راننوته. دوی کې یو د ولسي جرګې غړی ښاغلی کاظمي او بل د ولسمشر سترسلاکار ښاغلی ضیاء الحق امرخیل و. امرخیل له ستړي مشي او سلام وروسته وویل: ګورئ، تاسو عام او تامه ازادي لرئ، هغه څه پیشنهاد کړئ چې د دې وطن او خلکو په خیر وي. هیڅوک پر تاسو خپل فرمایش او نظر نشي تحمیلولی.
یو شک مې رفع شو خو بل لا پاتې و. خبره له طالبانو سره په سوله راغله. یو هزاره وطنوال د خبرو نوبت واخیست، ما ویل خدایه خیر، خو هغه ویل: دواړه خوا زموږ د وطن خلک وژل کیږي. نور بس دی، موږ ټولو افغانانو ته ژوند غواړو. دواړه غاړې دې بندیان تبادله کړي، اوربند دې وکړي او…
یوې میرمنې لاس پورته کړ او سمدلاسه یې ویل: موږ سوله غواړو. هیڅ شی زموږ له وینې مهم نه دی او دا وینه تویول باید بند شي.
د دوی ټولو نظریات راټول شول او بیا یې د استازو په مخ کې ولوستل شول او مسوولینو ته وسپارل شول.
پرېکړه لیک او د ولسمشر خبرې
د پرېکړه لیک اوریدو ته بې صبرانه منتظر وم. ځکه زه هم د دې ټولنې د یوه غړي په توګه د تبلیغاتو تر اغیز لاندې راغلی وم. ما ویل؛ لکه چې اصلي فرمایشونه به اوس واورم. خو چې هره ماده یې لوستل کیده؛ داسې مې ګڼله لکه زموږ د کمیټې پیشنهاد شوې ماده چې وي، څنګ ته ناست ځوان ویل دا ماده موږ هم پیشنهاد کړې وه، د بلې کمیټې غړي هم همدا نظر درلود. نو پرېکړه لیک د کمیټې د غړو له نظریاتو او وړاندیزونو جوړ شوی و.
زما شک بیا هم نه و لرې شوی. ما ویل اصلي بړاس به د ولسمشر په خبرو کې راوځي. اصلي او وروستۍ خبره به هغه کوي. خو هغه د جرګې غړو ته په خطاب کې وویل: زه ولس ته سپین چیک ورکوم ( یعنې هر څه چې دوی غواړي هماغه کوم) پسې زیاته یې کړه: ما ستاسو خبرې واوریدې، په توکل د الله، بې له هیڅ ډاره مخکې ځم. زه حاضر یم چې ستاسو مشروع غوښتنه، چې اوربند ده، عملي کړم، خو اوربند به یو طرفه نه وي. که طالبان هم حاضر وي، موږ به د اوربند په تخنیکي برخو کار وکړو.
هغه د جرګې ګډونوالو ته په خطاب کې دا هم وویل چې د جرګې پرېکړه لیک به د دولت د سیاست ستره برخه وي.
د جرګې په حاشیه کې
د بیلابیلو ولایتونو له ځینو استازو سره وغږیدم، د ټولو درد یو و. ټولو له جنګه نالښت کاوه او ټولو یې بندیدل غوښتل.
نن د غرمنۍ په مهال راسره یو ځوان ناست و. دا داسې وخت و چې جرګه په خیر پای ته رسیدلې وه. ځوان ویل: هغو سیاسیونو چې جرګه تحریم کړې وه او بې ځایه تورونه یې لګول؛ صرف ( سیاه رویي) ورپاتې شوه. د میز له بلې غاړې یوه هزاره استازي یې خبرې نقد کړې او ویل یې مشرانو پسې باید خبرې ونشي. ځوان ور غږ کړ: زه په پروان کې د ډاکټر صیب عبدالله کمپاینر وم. شپه او ورځ مې ورته کمپاین کړی، خو جرګه ملي مسئله وه او تحریم یې سم کار نه و. دلته هیڅ فرمایشي کار ونشو او هغه تبلیغات چې ولسمشر خپل واک غځوی، نا سم ثابت شول.
د امنیتي سرتیرو هیله
کابل پوهنتون ته څیرمه د سړک تر غاړې په پوځي یونیفورم کې تالاشي ته ولاړ ځوان وپوښتل: جرګې ته ځئ، سوله به وشي؟ ګوندې نور جنګ ختم شي!
موټروانانو، دوکاندارانو به هم همدا پوښتنه کوله، جرګه څنګه شوه؟ سوله به وشي؟ نور ستړي یوو.
په هرصورت، دا چې وروسته به څه پیښیږي؛ هیڅ نه یم خبر او چې نه یم خبر نو قضاوت هم نکوم. خو یوه شي چې خوند راکړ هغه دا و چې د وطن د ګټو او سولې لپاره یوه واحده اجماع موجوده وه. ټولو سوله غوښته. ټولو د اوربند غوښتنه کوله او ټولو په ګران وطن کې د جګړې د بندیدو خواهش درلود.
د جګړې ښکیلو غاړو!
خیر دی، د دومره ډیرو کسانو ،چې په یوه نه یوه ډول د جګړې قرباني شوي، خواهش ومنئ. نور یو بل مه وژنئ. پریږدئ چې د جګړې له اوره تصادفي خوندي پاتې شوی ولس د ارام ساه واخلي. ژوند د خدای ج نعمت دی، دا نعمت له چا مه اخلئ.

Share this page to Telegram

Comments