د جاپان لومړی وزیر شینزو ابې وايي، استعفا کوي

comments 0

18 Views

هندوکش ــ جاپان: د جاپان لومړی وزیر شینزو ابې وايي، د روغتیايي دلیلونو له کبله استعفا کوي. نوموړی وايي، نه غواړي ناروغي یې پر پرېکړو سیوری وغوړوي او له جاپانیانو یې بښنه غوښته چې ټاکلې کاري موده نه بشپړوي.
له څو کلونو راهیسې ۶۵ کلن شینزو ابې د کولمو او مثانې په ‘السراټیو کولیټیس ‘ نومې التهابي ناروغي اخته دی.
نوموړی وايي، دا وروستیو کې یې روغتیايي وضعیت لا ډېر ځوروي.
تېر کال ښاغلی ابې د لومړي وزیر په توګه تر ټولو اوږدې مودې لپاره د جاپان لومړی وزیر ثابت شو.
د نوموړي اوسنۍ کاري دوره په ۲۰۱۲ کې پیل شوې وه. د ځای ناستي تر ټاکل کېدو پورې به هغه خپل کار ته دوام ورکړي.
له دې مخکې ۲۰۰۷ کال کې نوموړي ناڅاپه د همدې ناروغۍ له کبله چې د ځوانۍ له مهاله پرې اخته دی، استعفا کړې وه.
ښاغلی ابې یو ژمن محافظه کار او ولسپال سیاستوال بلل کېږي او د ده متحرکو رغنده اقتصادي پالیسو ته د (ابینامکس) نوم ورکول کېږي.
نوموړي د جاپان دفاعي ځواک پیاوړی کړ او پوځي لګښتونه یې ډېر کړل، خو د اساسي قانون نهمې مادې بېرته اخیستو کې پاتې راغی چې جاپاني پوځ ته له ځانه د دفاع پرته د بل څه لپاره د درېدو اجازه نه ورکوي.
ښاغلی ابې وايي، د جولای میاشتې په نیمايي کې یې ناروغي بېرته رابرسېره شوه.
اوس د نوموړي پرلپسې درملنه روانه ده او وايي، له دې کبله هغه نه شي کولای د لومړي وزیر په توګه د کار لپاره وخت ومومي.
ښاغلی ابې زیاتوي نه غواړي د مهمو پرېکړو پر مهال تېروتنه وکړي او له همدې کبله یې د استعفا پرېکړه کړې.
ښاغلی ابې وايي:
”پرېکړه مې وکړه، چې نه شم کولای د لومړي وزیر په توګه چارې پر مخ یوسم. ”
د نوموړي له استعفا وروسته به یې لیبرال دیموکرات ګوند اړ شي چې د مشرتابه لپاره په ګوند کې دننه ټاکنې وکړي.
د کیودو خبري اژانس په ريوټ کې ویل شوي، ګوند به راتلونکې سې شنبه د ټاکنو پر څرنګوالي غور وکړي او له دې وروسته به د نوي لومړي وزیر ټاکلو لپاره په هېواد کې پارلماني ټاکنې کېږي.
فضل احمد الکوزی

Share this page to Telegram

Comments