د تړمپ نوي تګلارې پر بنسټ افغانستان ته تازه دمي سرتیري رسیدلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: جان نیکولسن افغانستان لپاره د ائتلافي ځواکونو مشر ویلي چې افغانستان ته یو شمیر تازه دمي امریکایي سرتیرې رسیدلي دي.
د ولسمشر دونالد تړمپ له اعلان شوي تګلارې وروسته دغه شمیر عسکر افغانستان ته استول شوي دي.
نیکولسن د استول شویو سرتیرو شمیر په اړه تر اوسه اضافي معلومات شریک کړي نه دي.
نوموړي ویلي: نه غواړم د هغو سرتیرو په اړه چې نږدو ورځو کې به افغانستان ته راشي څه ووایم خو ددغو سرتیرو یو شمیر یې تردې وړاندې افغانستان ته راغلي دي.
نوموړي زیاته کړه: لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ هم وویل چې د خپلو پلانونو، تکتیکونو او د سرتیرو د شمیر په اړه څه نه وایي، ځکه نه غواړي دښمان یې په دې اړه په څه پوه شي. غواړم ووایم چې د افغانستان دښمنان به بریالي نشي.”
نوموړي طالب وسله والې ډلې ته کواښ کړې ترهغه چې طالبان سولې بهیر سره یوځاې نشي نو امریکا به افغانستان کې پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې طالبانو په یوې خپور شوي اعلامېې کې ویلې وو: ترهغه به افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي چې یو امریکایې سرتیرې هم شتون ولري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *