د توري خلک:سیدعبدالله پاچا

comments 0

0 Views

طالبانو او نورو وسله والو ډلو له تیرې څه باندې یوې میاشتې د افغان ځواکونو پر ضد خپله جګړه تر بل هر وخت سخته او بریدونه یې خونړي شوي .

بې له شکه چې د جګړو شدت د تلفاتو کچه لوړه کړې ، اکتوبر کې د افغان ځواکونو او ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته وه خو طالبان هم په امان نه دي پاتې، د هغوی مرګ ژوبله دوه برابره زیاته ښودل شوې چې اصلي لامل یې هوايي بریدونه په ګوته شوي.

په هرصورت خبره د مشروعیت تر لاسه کول دي او طالبانو څه تر لاسه کړل؟؟؟

دا یو حقیقت دی چې هر افغان سرتیري سره د دې ټولنې هر وګړی په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول خواخوږي لري، دغه اړیکې ښايي  د خپلوۍ او یا هم هېوادنۍ مینې په اساس وي.

پر طالبانو بیا یواځې هغوی ویر کوي چې د خپلوۍ اړیکه یې ور سره ده، د دوی پر بریا هیڅوک باور نه لري.

د هغوی بریا اوس د خلکو په فکر د یو خوب لیدل دي نو ولس به څرنګه د یو خیالي فکر لپاره له خپل ژوند، کور کلي او هېواد تیر شي.

له بل لوري د افغانستان د وروستي وضعیت په تړاو د بهرنیو هېوادونو ژمنې او په تیره د امریکا متحده ایالاتو نوې تګلاره د طالبانو پر ضد سور څراغ دی.

له دې ټولو ور اخوا پر پاکستان فشارونه بیا کولی شي دغه هېواد د طالبانو له ملاتړ په نیمه لار کې راوګرځوي.

طالبان باید دا درک کړي چې اسلام اباد یې یواځې د یوې وسېلې په توګه کاروي څو له دې لارې افغانستان کې د یو واکمن او په خپلو پښو ولاړ نظام له جوړولو د افغانانو او نړیوالو هوډ کمزوری کړي او له بلې خوا په همدې پلمه له نړیوالو وړیا میلیاردونه ډالر تر لاسه کړي خو دا هر څه نور پای ته رسیدونکي دي.

د هرې ورځې  په تیریدو پر پاکستان نړیوال فشارونه په زیاتیدو دي چې پاکستان بیا د داسې فشارونو پر وړاندې خورا کمزوری دریځ لري، ښه بېلګه یې د هغو سلګونو طالبانو او القاعده ډلې د غړو نیول او امریکا متحده ایالاتو ته سپارل دي.

خبره په همدې راټولوو چې که طالبان غواړي بیرته خپلې ټولنې ته راوګرځي او د خلکو باور تر لاسه کړي نو اوس هم ناوخته نه دی، د هغه سرتیري لپاره دې د خیر دعا وغواړي  چې د افغانستان د خپلواکۍ د خلکو د هوساینې او ددې وطن د عزت او ساتلو لپاره له کور او کلي ، کورنۍ او عزیزانو لرې په تورو یخو شپو کې څوکیداري کوي.

همدا د عزت لار ده، زموږ د ولس بقا او حیثیت په همدې کې نغښتی دی، زموږ د مقدساتو ساتلو لار همدا ده  کنه په کور د ننه اړو دوړ به مو دومره کمزوري او ناتوانه کړي چې بیا به د خپلو اذلي دښمنانو پر وړاندې د مبارزې سرلارې نه لرو او د توري خلک به مو په خپل لاس وژلي وي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *