د تورو بادنجانو ۶ ګټې

comments 0

0 Views

تور بادنجان د التهاب ضد ځانګړنه لري او د بدن سلولونه د مضرو رادیکالونو څخه ساتي او د سرطان ضد عمل کوي
له تورو بادنجانو په پخلي کې ډېره ګټه اخیستل کېږي او د مغذي ګټورو توکو څخه غني دي چې روغتیا ته ګټه رسوي تور بادنجان په بېلابېلو بڼو په پخلي کې استفاده کېږي ددې لپاره چې ددې ګټورو خوړو له ګټو لازیات خبر شئ دلته مو تاسو ته د هغې شپږ مهمې ګټې لېست کړې دي .

 د زړه روغتیا ته ګټور دي
ځینو څېړنو ثابته کړې چې د تورو بادنجانو خوړل د زړه ناروغیو خطر کموي ځکه داسې انتي اکسیدان او فیبرونه لري چې د کلسترولو او تری ګلسیریدو د تنظیم سبب کېږي او د زړه له ناروغئ مخنیوی کوي .
 د بدن غوړ وېلې کوي او د وینې کلسترولو تنظیم ته مرسته کوي .
تور بادنجان کولای شي د وینې شکر کنترول کړي ځکه تور بادنجان فیبر لري ، فیبر د هضم له چټکتیا مخنیوی کوي او د قندو له جذب مخنیوی کوي چې د شکرې د ناروغۍ په مخنیوي کې رغنده رول لوبوي .
 له سرطان سره مبارزه
تور بادنجان د التهاب ضد خاصیت او د آنتي اکسیدان په درلودلو سره د بدن سلولونه فعال ساتي او په پایله کې د سرطان ضد کار کوي .
تور بادنجان د پلي فنول په درلودلو سره د سرطاني سلولونو له زیاتېدو مخنیوی کوي د هاضمې سیستم له مکروبونو پاک ساتي.
 د وزن په کمولو کې مرسته کوي
 تور بادنجان کالري لري او له فیبرو ډک دي چې د وزن کمېدو لامل کېږي دا خواړه د فیبرو په درلودلو تاسو ته د مړښت احساس درکوی او د اضافي اشتها مخه نیسي تور بادنجان اوبه لري د وزن په کمښت کې مرسته کوي
 هډوکو ته ګټور دي
 تور بادنجان د ویتامین کا غني سرچینه ده سربېره پر دې منیزیم او مس لري چې د هډوکو روغتیا ته خورا ګټور دي د هډوکو له پوډه کېدو خنیوی کوي او د هډوکو له ماتئډو مخنیوی کوي .

 شکر یا دیابت سره مبارزه کوي
تور بادنجان کولای شي د وینې قند کنترول کړي ځکه فیبر لري فیبر د هضم پروسه ورو کوي او د قندو له جذب مخنیوی کوي تور بادنجان د شکرې ناروغانو ته یو غوره خواړه دي .
 د هاضمې ستونزو سره مرسته کوي
د یوې معتدلې غذایي برنامې لپاره فیبر ډېر ګتور دي فیبر د هاضمې سیستم روغتیا ته ګتور دی تور بادنجان د اوبو درلودونکی دی چې د هاضمې سیستم له مکروبونو پاک ساتي او د زیاتو خوړو څخه د مخنیوي لپاره د اشتها په کنترول کې مرسته کوي

Share this page to Telegram

Comments