د تندر قول اردو عملیات بریالي روان دي

comments 0

0 Views

هندوکش – وردک: د ۲۰۳ تندر قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د اتل په سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې دوه ترهګر وژل شوي او درې نور ټپيآن دي،
د خبرپآڼې په لیکنه، د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د هفت اسیاب په سیمه کې عملیات کړي، چې دوه ترهګر پکې وژل شوي او څلور نور نیول شوي دي.
بلخوا وسله والو مخالفینو د پکتیکا ولایت د وازه خواه ولسوالۍ د حاجي جلیل په سیمه کې یو ترهګر د نښتې پرمهال وژلی او وسله یې افغان ځواکونو ترلاسه کړې ده.
د تندر قول اردو قول اردو خبرپاڼه لیکي چې ماین پاکوونکي ټیم د خوست ولایت په مربوطاتو کې یو کړۍ ماین کشف او شنډ کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *