د تمیم شنسب د قضيې تحقيقات محکمې ته وسپارل شول

comments 0

1379 Views

هندوکش – کابل: لویې څارنوالۍ ويلي، د تمیم شنسب او په جرایمو کې ورسره د نولس شریکو کسانو د قضيې تحقيقات پای ته رسېدلي او پایلې یې محکمې ته سپارل شوي دي.
لویې څارنوالۍ ویلي، د دوو کسانو وژنه، د پنځو کسانو ټپي کول، د محکمې له حکمه سرغړونه، د عامه نظم اخلال، د عامه خدماتو پر ساتونکو تېری، د ملکيت غصب او دولتي او ملکي کسانو ته زيان رسول، هغه جرمونه دي چې پر تمیم شنسب ثابت شوي دي.
اوس خبره محکمې ته پاتې ده چې د تمیم شنسب په اړه څه ډول او کله پرېکړه کوي.
څه موده وړاندې کورنیو چارو وزارت غوښتل د محکمې له حکم سره سم تمیم شنسب هغه کور پرېږدي چې دی په کې اوسېده، خو شنسب د محکمې له حکم سرغړونه وکړه او په وسله وال مقاومت یې لاس پورې کړ چې په پایله کې دولتي کارکوونکو او عادي خلکو ته ځاني او مالي زیان واوښت.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments