د تلویزيون لیدل شونې ده ماشومان چاغ کړي

comments 0

0 Views

هندوکش: نوې څيړنه ښيي چې شونې ده په خوب خونه کې د ماشومانو له لوري ډير ټلويزيون کتل دوی چاغ کړي.

د لندن د يو پوهنتون نوې څيړنه ښيي چې ماشومان خصوصا نجونې چې څومره ډير ټلويزيون ګوري هومره ډيرې به چاعې شي.  دوی اوس دا څيړنې هم کوي چې آيا ټلیفون او کمپيوټر هم ماشومان چاغوي کنه.

دا څيړنې په دولس زره ماشومانو چې عمرونه يي تر اوو کلونو کم دي شوي دي، له میندو او پلرونو هم د مرستې غوښتنه شوې څو دوی و وايي چې ماشوم يي څو ساعته تلویزيون ګوري.

په څيړنه کې په زړه پورې داده هغه نجونې چې په خوب خونه کې تلويزيون لري تر هغو چې هلکانو چې په خوب خونه کې تلویزيون لري دیرش سلنه ډير وزن اخلي.

ډاکټره آنیا هیلمنن وايي:« زموږ څيړنې ښيي چې د وزن په ډيروالي کې د ټلویزيون او ماشوم تر منځ ځينې خبرې شته دي چې په وروستیو کلونو کې مو موندلي دي.»

څيړونکي وايي د ماشومان کم خوب هم شونې ده په دې برخه کې ونډه ولرې خو د نجونو د وزن د ډيروالي لامل بیا دادی چې دوی فزيکي حرکات نلري.

څيړونکي وايي چې دا څيړنه باید جدي ونيول شي ځکه ماشومان ته ډير وزن ښه نه دی او ورسره جدي مبارزه په کار ده.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply