د تسلیم شویو داعشیانو کورنۍ خپلوانو ته وسپارل شوې / نوید احمد څرک

comments 0

1 Views

ننګرهار چې له داعش پاک اعلان شوی دی، کورنۍ او وسله وال یې یا تسلیم شول، یا ونیول شول، یا ووژل او یا هم وتښتیدل.
د ولسمشر غني په لارښوونه او د ښه سلوک له مخې د ننګرهار والي ته لارښوونه شوې چې کورني داعش وسله والو ښځې او ماشومان کورونو ته ولیږي او د کوزې پښتونخوا داعش وسله والو کورنۍ د هغه ځای مشرانو ته وسپاري، نه د پنجاب حکومت ته.
اوس د کوزې پښتونخوا مشران ننګرهار ته راغلي چې د تسلیم شویو داعشیانو قبایلي میرمنې او ماشومان د ګډې جرګې د وړاندیز له مخې ورته وسپارل شي.
د ننګرهار په قبایلو او سرحدونو چارو ریاست کې د دې ولایت او قبایلي مخورو ترمنځ جوړې شوې جرګې وړاندیز وکړ چې د تسلیم شویو داعشیانو قبایلي میرمنې او ماشومان دې خپلو کورنیو ته ورکړل شي چې د ننګرهار والي د جرګې وړاندیز تائید او خپلو کورنیو ته یې د میرمنو او ماشومانو د سپارلو پرېکړه وکړه .
د تسلیم شویو داعشیانو ۱۳۰ میرمنې او ماشومان چې د بېلابېلو ولایتونو پورې تړاو درلوده، خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي .
د خیبرپښتونخوا پنځوس میرمنې او اتیا ماشومان به هم د جرګې د غوښتنې له مخې د دوی اصلي کورنیو ته نن پنجشبنه وسپارل شي .
د داعش له تسلمیدو سره یو ځای د دوی شاوخوا ۹ سوه میرمنې او ماشومان هم افغان ځواکونو ته تسلیم شول چې د افغان حکومت له لورې د جوړ شوي میکانیزم له مخې یې پالنه او ساتنه وشوه او خپلو کورنیو ته یې د سپارلو لړۍ هم پیل شوې ده .
کله چې ولسمشر ننګرهار ته تللی و د ننګرهار مشرانو ترې غوښتنه وکړه چې دا ښځې او ماشومان چې د پښتنو د مختلفو قبایلي سیمو اړوند اورکزي،باجوړ، اپریدو او یا هم د پېښور د سیمې دي باید د پښتني دود له مخې دې جرګې ته وسپارل شي چې نن یې یاده ژمنه پوره شوه.
د قبایلي مشرانو له لورې د حکومت څخه د ماشومانو او میرمنو د ساتنې او بېرته دوی ته د سپارلو وړاندیز د منلو له امله مننه کړې .
د کوزې پښتونخوا مشرانو د ننګرهار له ولايتي ادارې او افغان حکومت څخه مننه وکړه چې د پښتني دستور له مخې يې د دوی د قوم ښځې او ماشومان دوی ته تسليم کړل.
د کوزې پښتونخوا مشرانو د حکومت دا پرېکړه چې يادې مېرمنې او ماشومان به خپلو کورنيو ته سپارل کېږي د دوی مېړانه څرګندوي او هيله يې وښوده چې ژر تر ژره دې مېرمنې او ماشومان دوی ته تسليم کړي.
کله چې داعش وسله وال له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره حکومت ته تسليم شول نو ولسمشر د ننګرهار قومونو ته وویل، چې خپلو کورنيو ته د دغو خلکو د سپارلو پرېکړه او ترتيبات د دوی ونيسي.
د ننګرهار قومونو د کوزې پښتونخوا قبايلو ته خبر ورکړ چې مېرمنې او ماشومان مجرمان نه دي او د هر چا خپل خپلوان چې موجود وي کولی شي خپلې مېرمنې او ماشومان تر لاسه کړي.
د داعش تسلیم شوې ښځې او ماشومان به کورنیو ته سپارل کیږي او نارینه به یې له افغان حکومت سره بندیان وي او د خپل جرم سزا به ګوري.

Share this page to Telegram

Comments