د ترهګرو طالبانو سیاسي او نظامي ډلې د افغان سولې او جګړې په اړه اختلاف لري

comments 0

77 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د ترهګرو طالبانو سیاسي او پوځي برخې د دغه هېواد د سولې او جګړې په اړه له یو بل سره اختلاف لري.
دغه شورا وايي که حکومت او طالبان سوله وکړي، د افغانستان دولت په دې اړه چې د طالبانو سیمه‌ییز جنګیالي به د احتمالي توافق‌نامې پر اساس له جګړې لاس واخلی که نه، اندېښمن دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل وایې، د طالبانو ټیټ پوړي غړي او مشران په دې اړه واحد دریځ نه‌لري.
ښاغلي حقمل وویل د حکومت له‌خوا طالبانو ته د یوې میاشتې اوربند وړاندیز هم د دې لپاره دی څو هغوی ثابته کړي چې پر خپلو وسله‌والو کنټرول لري.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تر دې دمه د ازادي راډيو پوښتنې ته ځواب نه‌دی ویلی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو له بیا پیلېدو شپږ ورځې اوړي.
تر دې وړاندې د سپټمبر میاشت کې په کابل کې د طالبانو له لوري په یوه حمله کې د یوه امریکایي عسکر د وژل کېدو له امله د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ مذاکرات لغوه کړل.
ټرمپ له دې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ټیلیفوني مکالمه کې ټینګار کړی چې اوربند د سولې له لومړیو شرطونو دی.
خو طالبانو تېره ورځ په داسې حال کې چې سیاسي رهبري یې په قطر کې له امریکا سره په مذاکراتو بوخته وه، د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د امریکایانو پر پوځي اډه حمله وکړه.
د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال تمیم عاصي وایي، په طالبانو کې داسې کړۍ شته چې غواړي یو ځل بیا په قطر کې د امریکانو او دغې ډلې ترمنځ د سولې د خبرو خنډ شي.
ښاغلی عاصي په طالبانو کې د دغې ډلې مشخصه نومونه نه‌اخلي، خو وایي چې په طالبانو کې یو شمېر کړۍ د ایران او روسیې له لوري تمویلېږي او د هغو دوو هېوادونو په غوښتنه حملې کوي.
روسیې او ایران تر دې وړاندې له طالبانو سره هر ډول مرستې رد کړې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments