د ترهګرو او افغان دښمنه هېوادونو ناکاره هڅې / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

د وسله والې جګړې تر څنګ ترهګرې ډلې او بهرني استخبارات کار کوي چې څنګه کیدلی شي افغانانو ملي یووالي له منځه یوسي او په او بل نوم باندې قومونه، سمتونو او ژبو ترمنځ قومي تعصبونه راپورته او جنجالونه جوړ کړي.
په دې کار کې ترهګر او نور افغان دښمنه کړۍ بریالۍ ښکاریدلې، خو اوس یې تر یو حده مخه نیول شوې ده، هغه داسې چې خلک پوه شوي چې ځینې مستعار اکاونټونه په جعلي او بې اساسه خپرونو هڅه کوي چې افغانان خپل منځ کې سره ښکیل کړی.
تاسو به اوریدلي وي چې فسبوک او ټویټر میلیونونه اکاونټونه تړلي چې جعلي و او نفرتونو او تعصبونو ته به یې لمن وهله، دا اکاونټونه اکثره په پاکستان کې و چې دواړو ادارو تړلي دي.
د دې تر څنګ اوس د ټولنیزو رسنیو کاروونکي هم هوښیار شوي او هغه اوکاونټونه چې په په جعلي نومونو جوړ شوي په خبرو او څرګندونو یې باور نه کوي، یواځې هغه اکاونټونو په خبرونو او تبصرو باور کوي چې کس یې مالوم وي.
وړاندې لویه ستونزه دا وه چې هر څوک به هر چا پسې تلل او جعلي اکاونټونو په بې ځایه او جعلي خبرونو به یې باور کو، خو اوس له نیکه مرغه تبلیغاتي دستګاوو دا هر څه خلکو ته روښانه کړي او په دې یې باوري کړي چې په هر چا باور نه شي کیدلی او نباید باور وکړي.
اکثره دا اکاونټونه پاکستان کې جوړ شوي و چې اوس ډيری یې بند شوي او ځینې یې لا هم فعالیت کوي، خو په خبرو او تبصرو یې څوک باور نه کوي.
د اکاونټونو له بندیدو سره اندیښنې هم کمې شوي او تر څنګ یې دولتي تبلیغاتي ارګانونه کار کوي چې د دې ډول خلکو یا مخه ونیسي او یا یې خلکو ته معرفي کړي چې ځینې استخباراتي او ترهګریزې کړۍ د افغانانو تر منځ د نفرت اور کرل غواړي چې باید باور پرې و نه شي.
لومړیو کې دا اندیښنې ځکه زیاتې وې چې تبلیغات زیات و او هر چا پرې باور کو، خو اوس مالومه شوه چې دا ټولې هڅې د یوې ځانګړې برنامې له مخې کیدلې چې د جګړې تر څنګ افغانانو ته خپل منځي ستونزې رامنځ ته کړی.
له یوې خوا جګړه ، له بلې خوا قومي مسایل راپورته کیدل، تر څنګ یې سمتي مسایل هم راپورته کول او ژبني مسایلو باندې یې هم تمرکز درلود چې په دې کار کې اوس نه شي بریالي کیدلی.
اوس هم باید افغانان هوښیار اوسي، ځینې کسان شته چې له دې درکه زیاتې پيسې په لاس راوړي او ترهګرو او افغان دښمنه کړیو لپاره کار کوي چې د افغانانو ترمنځ کرکه زیاته کړي او کورني مسایل ورته پیدا کړي.
دا موضوع یواځې د دولت نه مربوط کیږي، بلکې خلکو ته پکار ده چې په دې برخه کې هوښیار اوسي او پرینږدي چې بې ځای تبلیغ کوونکي هدف ته ورسیږي.

Share this page to Telegram

Comments