د تذکرو په تړاو د کونړیانو خبرداری

comments 0

0 Views

هندوکش – کنړ: د کونړ سلګونه اوسیدونکو د یو لاریون پرمهال خبرداری ورکړ، که د برښنایي تذکرو ویش پروسه له ارګ و نه ویستل شي، کونړیان پسې کابل ته راځي.
کونړ کې د تذکرو په ملاتړ لاریون شوی او له حکومت غوښتل شوي چې خلکو ته دې د هویت تذکرو کار چټک شي او په دې برخه کې دې له مصلحتونو کار نه اخلي.
د کونړ خلک له حکومت غوښتي چې د دوی د هویت پر سره هیچا سره سیاسي معامله و نه کړي او که دا کار وشو، دوی به د حکومت پروړاندې هم ودریږي.
حکومت ته کونړیانو ډاډ ورکړی چې د تذکرو ویش چټک او پراخ کړي او د مخالفینو ځواب به ولسونه ووایي او ولسونه به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې په دې پلمه بحران جوړ کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply