د تذکرو د ویش غوښتنه وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولايت ځوانانو او مدني ټولنو د برېښنايي تذکرو د وېش چارو د پيل او په دې برخه کې هر ځنډ او خنډ د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.
د ننګرهار ولايت د ځوانانو امر مطيع الله احمدزی وويل چې د برېښنايي تذکرو وېش يوه ملي مسئله ده او بايد نور يې پر وړاندې هېڅ خنډ د دې لامل نه شي، چې دغه چاره وځنډېږي.
هغه زياته کړه، د برېښنايي تذکرو له وېش سره امنيتي ستونزې کمېدلی شي، اقتصاد ورسره وده کولی شي او هم رڼو ټاکنو ته زمينه برابرولى شي.
مدني فعال نوراحمد نوراني وويل، د برېښنايي تذکرو پر وړاندې پراته ټول خنډونه له منځه وړل شوي او د ولسمشر له بوختياوو پرته بله هېڅ ستونزه يې پر وړاندې نشته.
يو بل ځوان مدني فعال نجيب الله خيرخوا وويل، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش ولس ته يوه هېله بښوونکې پروسه ده او بايد په اړه يې جدي اقدام وشي.
هغه هم ټينګار درلود، چې د بريښنايي تذکرو له پيل سره نا امني تر ډیره مهار کېدلی شي او ورسره نورې اسانتياوې هم رامنځته کېږي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply