د تخنیکي ستونزو له امله غزني کې د امریکا الوتکې نسکوریدل؛ طالبانو یې نا حقه مسؤلیت منلی

comments 0

4675 Views

هندوکش ـــ غزني: پرون د امریکا یوه الوتکه د غزني ولایت د ده یک والسوالی په مربوطاتو کې را نسکوره شوه.
د امریکا د فاع وزارت په غزني ولایت کې د خپلې (E-11A ) الوتکې نسکوریدل تائید کړي او د ځینو سیمه ایزو رسنیو د راپورونو برعکس یې زیاته کړې، چې دغه الوتکې د ډېر شمېر کسانو د وړلو وړتیا نلرله او نه هم داسې نښې نښانې شته چې ثابته کړي الوتکه دې ویشتل شوي وي.
د الوتکې د نسکوریدو څو ساعته وروسته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې الوتکه طالبانو ویشتې ده.
که څه هم طالبانو د الوتکې د ویشتو ادعا کړې، خو د پوځي چارو کاروپوهان وایې چې وسله وال طالبان داسې پرمختللي وسلې نلري چې وکولای شي په دومره لوړه ارتفاع کې الوتکې په نښه کړي، د دوی په وینا د دې لپاره چې طالبان خپل ځواک وښايي هر وخت د داسې بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخلي، چې اصلاً دوی یې د کولو توان نلري.
طالبان داسې مهال د امریکايي الوتکې د ویشتو ادعا کوي، چې د سپاه پاسدارن ځواک د مشر قاسم سلیماني د وژنې پر سر د ایران او امریکا اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلي شويدي.
د سیاسي چارو شنونکي پدې اند دي، چې ایران به له امریکا نه د قاسم سلیماني د وژنې د غچ اخیستو لپاره په سیمه کې د امریکا هر ډول ګټې په نښه کړي او د دې امکان هم شته چې ایران وسله والو طالبانو ته پرمختللي وسلې ورکړي.
که څه هم طالبانو هر وخت له ایران څخه د وسلو د تر لاسه کولو راپورونه رد کړي، خو د سیاسي چارو د دغه شنونکو په وینا د طالبانو وروستي بریدونه، څرګندونې او حرکات د دې ښکارندويي کوي چې طالبان د ایران څخه وسلې تر لاسه کوي.
سیاسي او پوځي کارپوهان پدې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا سره د ایران او روسیې نیابتي جګړې طالبانو ته دا فرصت په لاس ورکړ چې د هر ډول استخباراتي عملیاتو پړه په غاړه واخلي او داسې بریدونو ته پراختیا ورکړي.
طالبان داسې مهال د امریکا د سقوط شوې الوتکې د ویشتو مسؤلیت پر غاړه اخلي چې په پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیول کیدو وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله د آی اېس آی یو نېږدې مرکز ته لاړ شوی او هلته یې ویلي دي: ( تاسو باید منظور پښتین نیولی نه وای، موږ به ور باندې ځانمرګی برید کړی وای، مسؤلیت به مو اخیستی وای، پدې سره به طالبانو خپل قدرت ښودلی وای او تاسو به یې له شر خلاص شوي وای.)
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments