د تخار په اشمکش کې اته طالبان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – تخار: د افغانستان دفاع وزارت څخه پو خپور شوي خبر کې راغلي چې، د افغان امنیتی ځواکونو په عملیاتو کې د دولت ضد طالب وسله والې ډلې اته کسان وژل شوي دي.
خبر له مخې په تخار ولايت کې د ملي اردو چارواکي وايي، په اشکمش ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو له کبله ٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبر له مخې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ٨ وسله والو طالبانو د وژل کېدو تر څنګ ١٢ تنه نور وسله وال ټپيان شوي دي.
د دغو عملياتو په لړ کې د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې څو مرکزونه هم ويجاړ کړاى شوي او په سيمه کې عمليات لا هم روان دي.
تر اوسه د وسله والو طالبانو ويندويانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments