د تخار خواجه په غار ولسوالۍ کې افغان ځواکونو طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اړولې

comments 0

91 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان په شمال کې د ۲۰۷ پامیر قول اردو وایي، د تخار خواجه غار ولسوالۍ یې له هغو طالبانو په بشپړه توګه چاڼ کړې چې په دې وروستیو کې له ګاونډي ولایت کندوز څخه دې ولسوالۍ ته ورغلي وو.
د دې قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په نتیجه کې چې له هوایي ملاتړه هم برخمن وو، پرون مازدیګر مهال په خواجه غار ولسوالۍ کې مخالفان سخت وځپل شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لومړنیو راپورونو له مخې پنځه ویشت طالبان وژل شوي او دولس نورټپیان شوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments