د تاوتریخوالي کمښت او تر ټولو خونړۍ اونۍ! عبدالمنان توحیدیار

comments 0

1 Views

تېره اونۍ افغانستان ته د تاوتریخوالي د شدت له پلوه په نولس کلنه جګړه کې بېسارې وه.
افغان حکومت ویلي، چې دې اونۍ کې وسله والو طالبانو تر بل هر وخت خپل بریدونه زیات کړي وو.
د دوی د ارقامو له مخې طالبانو تېره اونۍ ۴۲۲ وسله وال فعالیتونه کړي، چې ۲۹۱ ملي ځواکونه پکې شهیدان او ۵۵۰ نور ټپيان شوي .
دا ارقام یو ځل نه دي اعلان شوي؛ تر دې مخکې هره ورځ مختلفو رسنیو د هېواد له مختلفو سیمو د افغان ځواکونو پر مرکزونو د طالبانو د پراخو بریدونو خبرونه خپاره کړي.
سره له دې، چې په مختلفو سیمو کې بیرته تر افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د زیاتو تلفاتو خبر ورکړل شوی، خو دغه وضعیت د سولې خبرو له نیږدې کیدو سره د اندیښنې او پوښتنې وړ دی .
د دغه وضعیت عمومي تحلیل داسې کیدای شي :
– طالبان فکر کوي چې که بریدونه زیات کړي هم به د سولې کیدونکو خبرو کې امتیاز واخلي او هم به د جنګ لپاره د اوړي په مناسب موسم کې سمه استفاده وکړي .
– د طالبانو یو کوشش دا دی، چې داسې بریدونو سره د خپلو جنګیالیو ځپل شوی مورال بیرته ورغوي . دغه مورال ویل کیږي چې امریکا سره د طالبانو د سولې تړون لاسلیک نه وروسته سخت زیانمن شوی .
– طالبان په داسې بریدونو خپلو جنګیالیو ته داسې احساس ورکوي ، چې که سبا د سولې په نوم امریکا سره د دوی روانه معامله کومه نتیجه ورکوي دلیل به یې دغه زیات شوي بریدونه وي .
– طالبان د پخوا برعکس د خپلو زیاتو بریدونو مسولیت نه اخلي او حتا ورباندې منکریږي . د دې وجه دا ده، چې دغه ډله نور د جنګ او تشدد د دوام باوجود د افغانانو او دنیا په ذهن کې د خپل تصویر بدلولو کوشش کوي . دا کار ډېر خطرناک پیغامونه لري، منجمله دا چې که سبا د دې ډلې یوه برخه سوله کوي او نورې برخې جګړه غځوي، دوی به ورسره د خپل پریکون تمثیل وار د مخه کړی وي .
– د طالبانو او امریکا د سولې توافق نه د افغان حکومت څنډې ته ساتل کیدو ښه نتیجه نه ده ورکړې او زیات شوی تشدد یې څرګند مثال دی . دغه تشدد څرګندوي چې د افغان حکومت په واقعي رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې مخته وړل به دغسې ناکام وي لکه چې دی .
– طالب مشران په څو ګوني چلند سره هم غواړي چې د سولې هڅو د ماتیدو په صورت کې د جنګ میدان وګټي او هم د سولې تمثیل وکړي . په دواړو حالتونو کې ټولو نه زیات تاوان بیا هم د دوی عادي جنګیالي ویني، دوی استعمالیږي، وژل کیږي او قطر مېشتي استازي یې د سیاسي معاملې امتیاز ته ناست دي .
څه باید وشي ؟
– د امریکا او طالبانو د سولې مرموزه او مبهمه معامله چې د افغانستان د حکومت له حضور پرته شوې ناکامه شوې، دا معامله یا د سولې تړون زر د افغان حکومت مشارکت ته اړتیا لري څو بشپړ او عملي کیدو ته یې زمینه برابره شي .
– د تشدد د واقعي کمیدو لپاره باید د افغان حکومت، طالبانو، ملګرو ملتونو او ناټو یا امریکا ګډ څارونکی پلاوی جوړ شي، چې هرڅه له نیږدې وڅاري، همغږي وکړي او د سولې لپاره د باور فضا جوړه شي .
– د جنګ ښکېل طرفونه باید د سولې د فضا او باور جوړولو لپاره لاس په کارشي ، کنه د سولې دا ظاهري فرصت به د تشدد زیاتیدوله اونۍ او قضیو سره ضایع او وضعیت نور هم خطرناک طرف ته ځي !

Share this page to Telegram

Comments