د تاوتریخوالي ټول مسوولیت پر طالبان دی/ سید عبدالله پاچا

comments 0

1 Views

د تاوتریخوالي اوونۍ ښه تېره شوه، مرګ ژوبله پکې نږدې صفر ته نږدې شوې وه، خلکو یې هرکلی وکړ، ځکه د ډيرو خلکو ژوند پکې خوندي و.
د تاوتریخوالي اوونۍ له پای ته رسیدو وروسته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته بیا لارښوونه وشوه چې پر طالبانو بریدونه و نه کړي، او ممکن طالبان د تاوتریخوالي د کمیدو موده تمدید کړي.
نږدې یوه میاشت تېره شوه افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او پر طالبانو بریدونه نه کوي، د دې لپاره که د سولې خبرې پایله ورکړي او جګړه پای ته ورسیږي.
داسې نه ده چې افغان ځواکونه د بریدونو او عملیاتو وړتیا نه لری، د هر ډول عملیاتو وړتیا لري او طالبانو ته هم مالومه ده، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو له ارادې سره سم عمل کوي او د خلکو غوښتنه دې ورځو کې دا ده چې تاوتریخوالی دې کم وي.
تاسو ګورئ، له کومې ورځې چې طالبانو تاوتریخوالی پيل کړی، له همغې ورځې لسګونه ملکي وګړي شهیدان شوي او ټپیان شوي دي.
له دې مالومیږي چې دا ټول تاوتریخوالی طالبان کوي، ځکه د تاوتریخوالي د کمیدو اوونۍ کې دا بریدونه صفر شوي و، خو اوس بیا پر ملکی وګړو بریدونه دوام لري.
نو ویلی شو چې د هر ډول تاوتریخوالي مسوولیت پر طالبانو دی او څومره خلک چې د دې جګړې قرباني کیږي، مسوولیت یې د طالبانو دی.
افغان ځواکونه د سولې لپاره جګړه کوي او که د طالبانو له لوري تاوتریخوالی دوام پیدا کړي، نو افغان ځواکونه مجبور دي یو ځل بیا جګړه پيل کړی، هغه جګړه چې تاوان یې افغانانو ته دی او ګټې یې ګاونډي هېوادونه او نړیوال استخبارات وړي.
د طالبانو ډلې له امریکا سره د هوکړې وروسته په څو ډلو ویشل شوي دي، یوه ډله یې د جګړې دوام غواړي او ان پر امریکا هم د بریدونو ګواښ کوي.
بله ډله یې نه غواړي په امریکا بریدونه وشي، او یواځې پر افغان ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه غواړی.
بله ډله په دې تمه ده چې ګوندي بین الافغاني خبرې پيل شي او جګړه پای ته ورسیږي، دا ډله سیاسي ډله ده چې له جنګي ډلې سره یې دریځ کې ښکاره توپير شته.
یوه بله ډله چې مستقیما له ای ایس ای امر اخلي او د جګړې امکانات ترلاسه کوي، هغوی بیا تر هغې د جګړې غوښتنه لري چې تر څو کابل نه وي نیول شوی.
دا وروستۍ ډله تر ټولو خطرناکه ده، دوی د طالبانو د مشرتابه امر او لارښوونې هم په پام کې نه نیسي او څنګه یې چې خوښه وي، هغسې عمل کوي.
نو همدا لامل دی چې طالبان نه شي کولی د تاوتریخوالي د کمیدو مودې ته دوام ورکړي، یا اوربند وکړي، طالبانو ځینې ډلې ویره لري، که اوربند وکړي، ځینې ډلې یې جګړه نه بس کوي او دا کار به د دوی د څو ډلو ویشل کیدو ښکاره ثبوت شي.
نو ویلی شو، تر څو چې طالبان ځان د پاکستان، ایران او مسکو له انحصار خلاص نه کړي، تر هغې به جګړه دوام لري او دا هېوادونه نه غواړي افغانستان کې خپلې ګټې له لاسه ورکړي، طالبان د دوی لپاره ښه دي چې ګټې تضمین کوي.

Share this page to Telegram

Comments