د تاوتریخوالي ختمېدو په اړه ټویټر کې د یو شمېر افغان فعالانو نوی هشتګ

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: د سولې ولسي حرکت یو شمېر غړو په افغانستان او کوزې پښتونخوا کې د تاوتریخوالې ختمېدو لپاره ټویټر کې د (AfghansWantPeace) (افغانان سوله غواړي) هشتګ پیل کړی دی.
دغه هشتک چې تېره شپه پرې زرګونه ټویټونه شوي پکې د اکثریتو ځوانان فعالانو غوښتنې د اوربند ټنګېدو، جګړې کې د ماشومانو کارول، ملکي تلفات، کوزې پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غړو فعالیت، ماشومانو ته د زده کړې اسانتیا برابرولو او داسې نورې غوښتنې کړي دي.
د سولې ولسي حرکت یو غړي اقبال خیبر وویل چې دا یوه انلاین لاریون و:”په ټوله کې ۷۱۳۱ په دغه هشتګ کې برخه اخیستې ده. د ټولو غوښتنه په عموم کې د سولې راوستل، د هدفي وژنو ختمېدل او د ملکي تلفاتو بندېدو باندې بحث وکړ.”
د اقبال خیبر په وینا افغان ځوانان کولی شي خپلې مشروع غوښتنې له دغو لارو چارو تعقیب او خپل غږ نړیوالو ته ورسوي.
د (افغانان سوله غواړي) هشتګ په اوږدو کې یو ټویټر کاروونکي جاوید احمد په یو ټویټ کې ویلي چې جګړه به نور څومره له افغانانو قرباني اخلي؟ هغه د یو شمېر افغان ماشومانو انځور خپور کړی چې ښیي یاد ماشومان د جنګ له امله خپلې پښې له لاسه ورکړي.
انځور ښيي چې دغه ماشومان د لکړو په مرسته پر لاره روان شوي او پر شا یې د مکتب بکسې دي. ګوندې یاد ماشومان ښونځي ته روان دي.
افغانستان کې د سولې لپاره په خواله رسنیو کې غوښتنې په داسې وخت کې ډیریږي چې په ورستیو څو میاشتو کې په بېلابېلو کې ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې هدفي وژنې په ډېرېدو دي.
دغو وژنو کې خبریالان او د مدني ټولنې غړي شامل دي چې په تېرو درې میاشتو کې لږ تر لږه لس خبریالان او مدني فعالان وژل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments