د بیګ بش سیالیو په دریمه لوبه کې راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول

comments 0

0 Views

د بیګ بش سیالیو په دریمه لوبه کې راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول
هندوکش – آسترالیا: د آسترالیا بګ بش شل اوړیزه کرکټ سیالیو په لیګ کې راشد خان په دریمه لوبه کې هم دوه لوبغاړي وسوځول.
د راشد خان اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې د بریسبین هیټ لوبډلې پر وړاندې ولوبیدل چې په ۵۶ منډو ماتې ورکړه ، چې په دې سیالیو کې یې پرله پسې دریمه لوبه وګټله او د جدول لومړی مقام یې هم خپل کړ.
په دې لوبه کې راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې د ۱۹ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوزول او توپ وهنه کې یې په دوه توپونو یوه شپږیزه هم ووهله.
راشد په لومړۍ او دویمه لوبه کې هم د کمو منډو په ورکولو سره دوه دوه لوبغاړي سوزولي وه او په لومړۍ لوبه کې یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې وه.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply