د بین الافغاني مذکرات د پرانستې په مراسمو کې د تېرو نولسو کالونو په لاسته را وړنو د افغان حکومت ټینګار

comments 0

11 Views

هندوکش ــ قطر: نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو ډلې ترمنځ د سولې خبرو مقدماتي ناسته پیل شوه.
په دغه ناسته کې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله وویل زمونږ خلک پر اساسی قانون ولاړ نظام او د ثبات ټینګښت غواړي، ځکه د نظام د نشتوالي له امله يې سخت مصیبت تجربه کړی دی. ښاغلي عبدالله زیاته کړه.« موږ په هېواد کې د څلویښت کلنې وینې بهېدلو د درېدو او سرتاسري سولې د ټینګښت په موخه، د طالبانو له تحریک سره د صادقانه مذاکراتو په هدف له پاک نیت سره راغلي یو. زموږ د خلکو مشروع غوښتنه او د سولې هدف دا دی چې، له سياسي لارې هر ډول جګړه او تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.»
عبدالله وویل چې پر اساسي قانون ولاړ یو نظام کولای شي چې د افغانستان ټولې ګټې خوندي کړي.« که باعزته او تل پاتې سوله راوړو، د خپل وطن استقلال، ازادي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا وساتو، او د اسلام د سپیڅلي دین د اعتقاداتو او احکامو سره سمه ولسواکه او ټول شموله نظام چې پر اساسی قانون ولاړ وي، ټينګ کړو، چې په کې زموږ د ټولو خلکو، خویندو او وروڼو، د اقلیتونو او له جګړې د زیانمنو شویو حقوق وساتي، نو موږ دواړه لوري به د سولې اتلان یو.»
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments