د بیرغ ورځ او ارزښت / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د زمري اوومه نېټه د ملي بیرغ د ورځې په نوم نومول شوې او پلان دا دی چې دا ورځ په شانداره مراسمو سره ونمانځل شي.
دا ورځ د دې لپاره نمانځل کیږي چې د ملي بیرغ ارزښت او درناوی پر ځای شي او خلکو کې دې بیرغ ته درناوی لا ډير شي.
د ملي بیرغ ورځ نمانځل بله ګټه دا ده چې افغانانو کې وطن پرستۍ حس راژوندی کوي او خپل ځان او هېواد یې باور زیاتیږي.
افغانان کلونه جګړې د بهرنیو لاسوهنو په یو او بل نوم باندې سره خفه کړي او ځینې وخت ان له ډیرې عقدې بیرغ ته هم سپکاوی کوي، خو بیا وروسته پوهیږي چې څومره بد کار یې کړی دی.
له نیکه مرغه چې افغانانو کې اوس د وطن پالنې حس زیات ژوندی دی او نه پریږدي چې پردیپال یې په یو او بل نوم باندې سره وویشي.
افغانان اوس پوهیږي چې وطن یې یو دی، بیرغ یې یو دی او ملي ګټې او ملي حاکمیت یې یو دی او پکار ده چې ټول ترې په ګډه دفاع وکړي.
که څه هم په یو او بل نوم باندې اوس هم هڅه کیږي چې د افغانانو ترمنځ تفرقې رامنځ ته شي، خو ځوان نسل له ټولو استخباراتي لوبو خبر دی او د بهرنیو استخباراتو زور نه رسیږي چې په اسانۍ هدف ته ورسیږي.
تاسو به ټولنیزو رسنیو کې لیدلي وې چې له یوې میاشتې زیات وخت د ازادۍ بیرته اخیستلو سلمې کلیزې ته پاتې دی، خو خلک په رضاکارانه ډول کار کوي چې دې ورځې ته چمتووالی برابر کړي.
هره لار او سړک په ملي بیرغ پوښلی او له دې طریقه هڅه کیږي چې خلکو کې د ازادۍ حس ژوندی وساتی.
ملي بیرغ سره مینه او درناوی ورته کول، د ټول افغانانو دنده ده او همدا بیرغ دی چې موږ یې په یو ټغر راټول کړی یو.
نورو هېوادونو کې به تاسو لیدلي و چې د ملي بیرغ سپکاوي باندې له نغدي جریمې نیولې بیا تر زندان پورې شته، خو افغانستان چې د جګړې وطن دی او جرایم پکې زیات دي، ډیر کله داسې پېښې کم نظره نیول کیږي.
خو په ټوله کې دا د ټولو مسوولیت دی چې ملي بیرغ ته درناوی وکړي اوهر ځای او هر کله یې هسک او رپانده وساتي.
همدا بیرغ دی چې موږ یې یو کړي یو، همدا بیرغ دی چې هر هېواد کې زموږ نماینده ګي کوي، دا بیرغ چې هسک وي، افغانان به ورسره لوړې سترګې او هسکه غاړه ګرځي.

Share this page to Telegram

Comments