د بګرام پوځي ادې د پراخیدو کار پیل شو

comments 0

260 Views

هندوکش – کابل: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له احتمالي خروج سره هممهاله واشنګټن په افغانستان کې د بګرام پوځي اډې پراخول غواړي.
د پروان د ولایتي شورا غړي وایي، چې امریکایي پوځيان د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې خپلې پوځي اډې ته څیرمه د لسګونه جریبه ځمکې د اخيستو پلان لري او همدا اوس یې څو کیلو متره ځمکه لاندې کړې ده.
د ولایتي شورا غړی عصمت الله محمدي وایي، دغه پوځي مرکز له پخوا څخه څو چنده پراخ شوی او د خلکو کرنیزې ځمکې یې ور نیولې دي.
ویل کیږي په بګرام کې میشتو امریکايي ځواکونو په دې وروستیو کې د ۵۰۰ او ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه نوي قراردادونه هم لاسلیک کړي دي.
د ولسي جرګې غړي بیا وایي، د بګرام پوځي اډې پراخېدل ښيي، چې امریکا له افغانستان په بشپړ ډول نه وځي او په افغانستان کې د اوږدمهاله پاتې کېدو پلان لري.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments