د بګرام برید او قربانیان / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

طالبانو د چهارشنبې په سهار د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند بګرام پوځي اډې سره نږدې برید وکړ.
لومړی موټر بم برید وشو، دا موټر بم داسې ځای کې وشو چې شاوخوا جومات، روغتون او د خلکو کورونه و.
موټر بم برید چې ډير زورور و، شاوخوا کورونه یې نړولي او ښځې، ماشومان او نارینه یې ټپیان کړي.
ما رسنیو کې د یوې ښځې کليپ ولید چې په سر او مخ ټپي شوې ده، هغه چې د درمنلې په بستر پرته وه، کیسه کوله.
د موټر بم برید وروسته یوه ډله وسله وال بل موټر کې راغلل او د کورونو شاوخوا سیمو کې یې سنګر ونیو.
طالبان په دې ښه پوهیږي چې بګرام هوایي اډه باندې برید اسانه کار نه دی، سخت په دې مانا، که د دیوالونو تر څنګ برید وشي، زیان یې ملکی وګړو ته اوړي او بهرني ځواکونه له دیوال څو کیلو متره لیرې دی.
مالومه شوه چې د بګرام هوايي اډه ډير دیوالونه لری او طالبانو یواځې یو دیوال سره موټر وهلی و چې شاوخوا کورونه یې وران کړي و.
طالبان په دې هم پوهیدل، که بګرام اډې ته د ننوتلو هڅه وکړي نو پنځه دقیقې جنګ هم نه شي کولی او وژل کیږي.
له همدې کبله یې له تاکتیک کار واخیست، د خلکو کورونو کې پټ شول او د بګرام هوایي اډه باندې یې ډزې کولې چې اډه کې بهرني ځوکونو ته یې هیڅ زیان نه شو اړولی.
طالبانو یواځې د ملکی وګړو څخه قربانی واخیسته، ۷۳ کسان چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي په دې برید کې ټپیان شوي دي.
طالبانو ځکه د خلکو په کورونو کې سنګر ونیو، چې افغان ځواکونه د خلکو په کورونو ډزې نه کوي او د ملکی وګړو ژوند ورته لومړیتوب لري.
طالبانو ځکه دا کار وکړ چې غوښتل یې د جګړې وخت اوږد کړي او کریډیټ واخلي چې د بګرام هوایي اډه باندې ۱۴ ساعته جګړه شوې ده.
خو په داسې حال کې چې جګړه پر اډه نه بلکې د اډې تر څنګ کلي کې شوې، چرته چې طالبانو د خلکو کورونو کې ځای نیولی و.
طالبانو په دې برید کې د خلکو د کورونو تر څنګ یو روغتون، یو جومات هم ویجاړ کړی دی.
روغتون د کوریا هېواد په مرسته جوړ شوی و چې د ځایي خلکو درملنه پکې وکړي.
طالبانو په داسې وخت کې دا برید وکړ چې د سولې خبرې یې له امریکا سره حساس پړاو ته رسیدلي دی.
نو له دې برید ښکاره شوه چې طالبان هیڅ سولې ته ژمن نه دي او هر هغه کار کوي چې د جګړې د اوږدیدو لامل شي.

Share this page to Telegram

Comments