د بټي کوټ ځینې سیمې له طالبانو پاکې شوې

comments 0

2 Views

هندوکش – ننگرهار : د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر وایي، بټي کوټ کې د سيلاب څلور نمبر پنځه تر نامه لاندې پيل شوي عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
د سیلاب قول اردو وايي، ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ په لاچه پور، بر مشواڼي او کوز مشواڼي ، دويم فارم ، شينواري کلا او باريکاب سيمو کې د سيلاب څلور نمبر پنځه تر نامه لاندې پيل شوي چاڼيز عمليات په کاميابۍ سره دوام لري.
د سیلاب قول اردو مطبوعاتي خبرپاڼه لیکي چې د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب خان د امنيت په ټينګښت کې د يادې ولسوالۍ د ولسونو همکاري وستايله ، چې په وينا يې د سيمې ولسي پاڅون کوونکو امنيتي ځواکونو سره يو ځای د وسله والو مخالفينو په ځپلو کې هلې ځلې پيل کړي دي.
د څلورمې پلې لوا درستيز وال ډګروال قنداغا ساپي ډاډ څرګند کړ، چې د بټي کوټ ولسوالۍ پنځه اويا سلنه خاوره د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه شوې، چې په خبره يې وسله وال مخالفين تر دې وروسته نشي کولی، چې په تصفيه شويو سيمو کې ورانکاره کړنې ترسره کړي.
دغه راز مسئولين وايي، چې د ولسي پاڅون کوونکو لپاره په سيمه کې د دايمي پوستو د جوړيدو چارې پيل شوي دي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments