د بهرنیو ځواکونو په وتلو د پاکستان څرګندونې

comments 0

5 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستان له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو ملاتړ وکړ.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د سرتېرو وتل به د سولې خبرو کې مثبت اغېز ولري او د دې لامل به شي چې اماراتو کې د سولې په تړاو ناستې دوام وکړي.
قریشي ویلي، ځینې طالب بندیان یې هم په همدې موخه خوشې کړي چې د سولې خبرو لپاره زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې امریکا خپل زرګونه سرتېري له افغانستانه وباسي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments