د بهرنیو ځواکونو په هوایی برید کې 19 وسله وال وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر یوه مرکز هوايي برید کړی چې په پایله کې يې ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي ویلي چې بهرنیو ځواکونو دغه برید وړمه شپه د يادې ولسوالۍ د سرو څاهانو په سیمه کې کړی دی.
هغه زیاته کړه، په دغه برید کې ۱۹ وسله وال وژل سوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
دی وايي، وسله والو له دغه ځایه د خپل روزنیز مرکز په توګه ګټه اخیسته او له همدې ځایه یې پر امنیتي پوستو بریدونه پلانول.
وسله والو طالبانو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
د سرو څاهانو سیمه د سپین بولدک او ښوراوک ولسوالیو تر منځ ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده.
په دې سیمه کې په دې وروستیو کې وسله والو څو ځلې د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل چې درنه مرګ ژوبله یې له ځان سره لرله.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments