د بلوچستان د آزادۍ غږ نړۍ وال شو

comments 0

0 Views

هندوکش ـ نيويارک: د پاکستان له جوړيدا سره سم د ياد هیواد پنجاب پلوو سیاستوالو تل اقلیتونه يا لږکي سخت ځپلي دي چې په دوی کې بلوڅان، پښتانه او سنديان د يادونې وړ دي.

خو په ياد هیواد کې د نورو اقلیتونو برعکس بلوڅ ولس د شعوري مبارزې په لړ کې د خپلو سیمو د آزادۍ لپاره نه يوازې ځاني قرباني ورکړې او ورکوي يي بلکه په نوره نړۍ کې يي هم د خپلواک سلسله جاري ساتلې.

په لندن او جينوا کې د آزاد بلوچستان د ځينو بورډونو یا اعلاناتو تر خپرولو وروسته دا ځلې دوی د امریکا د ټايمز په څلور لارې کې چې سخته ګڼه ګوڼه پکې وي د آزاد بلوچستان بورډونه نصب کړي دي.

ويل کيږي تر سلو په ډيرو ټکسيانو کې هم  د ازاد بلوچستان بورډونه نصب شوي دي.

د بلوڅو نړۍ وال سازمان وايي چې دوی نور پر خپل ملت د پاکستان د پوځ او استخباراتو وحشتونه او د بلوڅ ولس نسل وژنه نشي زغملی او نړۍ باید د آزاد بلوچستان لپاره له دوی سره مرسته وکړي.

په شعارونو کې د چين او پاکستان د اقتصادي لارې يا سي پيک پر ضد هم خبرې شته دي او دوی وايي چې دا پروژه په اصل کې د بلوچستان لوټل دي.

دا شعارونه چې د پاکستان سفارت ته څيرمه لګول شوي دي پر ياد هیواد تور پورې شوی دی چې له بشري حقونو سرغړونه کوي.

بلوڅان وايي چې دوی تر ټولو ډير شته او طبيعي زیرمې لري خو دلته د ولسونو پر ذلت پنجاب مزې کوي.

دا شعارونه په داسې حال کې په امریکا کې د دریو ورځو لپاره لګول شوي دي چې پاکستاني پوځ په تیرو لسو کلونو کې هره شيبه پر بلوڅ ولس کړۍ راتنګه کړې ان تر دې چې د مبارزينو بچي او میرمنې لومړی تښتوي او بیا يي په ډير وحشيانه ډول په قتل رسوي.

څه موده مخکې د بلوڅ مبارز ډاکټر الله نظر میرمن او بچي تر تښتول کيدو وروسته وژل شوي وو او مړي يي لرې چیرته اچول شوي وو.

بلخوا د دریو ملتونو له هډوکو جوړ پاکستان کې سينديان غلي دي او پښتانه ددې لپاره چې د بلوڅو په شان را پورته نشي پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې د ترهګرو ډلو د نفوذ يوه برخه ګرځولې او هره ورځ په پښتون ميشتو سیمو کې د ترهګرو د شتون يا ځپلو په پلمه پاکستانی پوځ نه يوازې عملیات کوي بلکه په ډيرو سیمو کې د پاکستاني پوځ له لوري ښخ شوي ماينونه له لسګونو پښتنو ژوند اخلی او همدا اوس د قبايلي سیمو په زرګونو کورنۍ په افغانستان او د ډيورنډ د فرضي او کړغیړنې کرښې په هاخوا ځينو سیمو کې د ذلت ژوند کوي.

په اقلیتونو کې باید وويل چې بلوڅان يوازنی اقلیت دی چې د پاکستان له شره د خلاصون په خاطر يي د ازادۍ غږ پورته کړی دی او هره ورځ دا اقلیت د آزادۍ اخیستو ته ور نيږدې کيږي.

میرالله کاکړ ـ نيويارک

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *