د بلخ چارواکي: د بلخ چمتال ولسوالۍ په بشپړ ډول له طالبانو څخه پاکه شوه

comments 0

7 Views

هندوکش ــ بلح: د بلخ ولایت ځايي چارواکي وايي،چې دافغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
چارواکي وايي، چې په یاده ولسوالۍ کې له تیرو دوه اونیو راهیسې دافغان ځواکونو عملیات روان وو، چې په پایله کې یاده ولسوالۍ د طالبانو له حضور او وسلوال فعالیت څخه په بشپړ ډول پاکه شوه.
چارواکي زیاتوي، چې په نوموړو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments