د بغلان پولیسو کابل ته د ۷۹ کیلو ګرامه چرسو له قاچاق مخنیوی کړی

comments 0

1 Views

هندوکش ــ بغلان: د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو کابل ته د ۷۹ کیلو ګرامه چرسو له قاچاقه مخنیوی کړی دی.
نشه يي توکي په یو عراده هینو ډوله باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو او قاچاقبرانو غوښتل کابل ته یې ولېږدوي؛ چې د پولیسو د یو لړ اوپراتیفي فعالیتونو په ترڅ کې د بغلان مرکزي ولسوالۍ له اړوند سیمو ترلاسه او په تړاو یې دوه تنه نیول شوي دي.
همداراز د فاریاب له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو له ملي امنیت منسوبینو سره یو ځای د نشه يي توکو یو پلورونکي له پنځه کیلو ګرامه تریاکو او یو عراده موټرسایکل سره نیولي دي.
یاد کس د پشتونکوټ ولسوالۍ له بلوچ پایان کلي نیول شوی دی.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments