د بشري حقونو کمیسیون: تخار د طالبانو له لوري پر ښځو د جنسي تېریو پېښې زیاتې شويدي

comments 0

272 Views

هندوکش ــ تخار: د افغانستان شمال ختیځ ته په تخار کې سیمه ییز چارواکي او د بشري حقونو کمېسون وایي، د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې څو وسلوال یوه کور ته ننوتلي، دوه نجلۍ یې له کور ایستلې او پر یوه یې جنسي تېری کړی دی.
د بشري حقونو کمیسیون وویل، دغه پېښه د طالبانو ولکې لاندې سیمه کې شوې او ادعا کوي چې تېريګر طالبان دي:
“درې شپې مخکې درې وسلوال طالبان یوه کور ته ننوځي، دوه نجونې له کور باسي. یوه ۱۷ کلنه نجلۍ د ګاونډي کور ته تښتېدلې، خو پر ۱۴ کلنه یې د پلار او مور په مخ کې جنسي تېری کړی دی.”
د بشري حقونو د کمیسیون په وینا دا نجونې ۱۴ او ۱۶ کاله عمرونه لري.
د دغه کمسیون مشر حفیظ فطرت د دغو نجونو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل دی.
“دې ۱۶ کلنې نجلۍ چې زه یې نوم نه شم اخیستی، له طالبانو سره لانجه کړې، لاس او ګریوان شوي سره، د دې نجلۍ ويښتان شلېږي، طالبانو دا نجلۍ وهلې. دا نجلۍ اوس له روحي او رواني پلوه سخته ځپل شوې ده. هغه بله ۱۴ کلنه نجلۍ د تیري په وخت بېهوشه شوې هم ده. دا ریښتیا ده. دا قضیه موږه ثبت کړې. دا نجونې خپلو کورونو کې دي، خو موږ دا قضیه څارو. ”
دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان په تېره تخار ولایت کې وسلوال پر وړه نجلۍ جنسي تېری کوي.
د بشري حقونو کمیسیون وایي چې قرباني شوي نجونې او کورنۍ د طالبانو له ډاره د عدالت پورته کولو غږ هم نه شي کولی.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments