د بشري حقونو څار بنسټ؛ د طالبانو لخوا ملکي مرګ ژوبله ډېره شوې

comments 0

647 Views

هندوکش ــ کابل: د بشري حقونو څار بنسټ د خپل ۲۰۲۰ زیږدیز کال په خپاره شوي راپور کې د ترهګرو طالبانو لخوا د ملکي کسانو دمرګ ژوبلې په لوړیدو اندښنه څرګنده شوې او هغه یې “لوړه او وېره وونکې” بللی.
دغه بنسټ په خپل راپور کې چې ۶۵۲ پاڼو کې خپور شوی د طالبانو د بریدونو له کبله د افغانستان حالت وېروونکی بللی.
راپور کې همداراز طالبان په غیرقانوني اعدامونو، له بندیانو سره پر بد چلند او زورونو تورن شوي دي.
دا په داسې حال ده، چې وړمه ورځ په بلخ د وسله والو طالبانو لخوا د سړک پر غاړې یو ځای پر ځای شوي ماین پنځلسو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments