د بشري حقونو نړیوال سازمان: د پاکستان پوځي ادارې بې عدالته وژنې کوي

comments 0

138 Views

هندوکش ــ پاکستان: د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان -هيومین رایټس واچ – پر پاکستانيو چارواکو غږ کړی دی چې د لادرکه شوي سیاسی کارکونکي او مدني فعال ادريس خټک په اړه دې خاموشي پريږدي او د هغه په اړه دې مالومات په ډاګه کړي.
یاد سازمان د دسمبر پر ۱۲مه په یو بیان کې زیاته کړې چې د پاکستان امنيتي ادارې له ډیرې مودې راهيسې خلک په زوره لا درکه کوي او دا اقدام د شکنجه کولو او بې عدالته وژنو خطر زیاتوي.
د اسیا لپاره د دې سازمان مشرې پيټريشیا ګوسمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې زر تر زره دې د ادريس خټک په اړهمالومات په ډاګه کړي او له کورنۍ سره دې د هغه ملاقات وکړل شي.د حکومت له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
د پاکستان د بشري حقونو سازمان – ایچ ار سي پي – هم باور لري چې ادریس خټک په زوره لادرکه کړل شوی دی.
۵۶ کلن ادریس خټک د نيشنل پارټۍ غړی دی. نوموړی شاوخوا یوه میاشت وړاندې په صوابۍ کې ناڅرګندو وسله والو تښتولی وو.
د هغه کورنۍ د نومبر پر ۲۳مه په پیښور هاي کورټ کې د هغه د لادرکۍ په اړه درخواست کړی وو.
یاد عدالت امر کړی دی چې ادریس خټک دې د جنورۍ تر ۱۳مې عدالت ته وړاندې کړل شي.
په پاکستان کې د ورک کړل شو خلکو مسله له کلونو راهسې روانه ده.د ملک په ټولو صوبو کې په لوی شمېر خلک ورک دي او د میندلو او خوشي کولو لپاره یې احتجاجونه هم کېږي.
په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ورک کړل شوو خلکو شمېر د نور پاکستان پرتله زیات یادېږي.
پښتون ژغورنې غورځنګ او د ورک کړل شوو بلوڅو لپاره غږ پورته کوونکی سازمان – وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز – تور پورې کوي چې دا خلک د پاکستان امنیتي ادارو وړي دي. خو هغوي دا تور ردوي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments