د برېکس غړو هېوادونو د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – برازیل: د برازیل، چین، روسیه او هند بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې چې په برازیل کې په لاره اچولې وه وویل، دوی په افغانستان کې د سولې له ملي او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.
دوی ټینګار وکړ چې دوی د یوه با ثباته، سوله ییز، ښه اقتصاد لرونکي او پرمختللي افغانستان غوښتونکي دي.
دوی همدا راز په افغانستان کې پر اوسني روان امنیتي وضعیت سخته اندېښنه ښودلې ده او په خبره یې په دغه هېواد کې پر نظامیانو او ملکي وګړو وروستي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي.
ددغه نړیوال سازمان غړو هېوادونو ویلي هیله لري چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي او په افغانستان کې ددایمي سولې او ثبات سبب شي.
برازیل، چین، روسیه او هند ددغه سازمان مهم غړي دي. دوی هر کال د نړیوالو مسایلو په اړه غونډه کوي او پر خپلو ګډو پلانونو بحثونه لري.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments