د بریټانیا صدراعظم: ناټو د نړۍ تر ټولو بریالی تړون دی

comments 0

23 Views

هندوکش ــ برېټانیا: د بریټانیا صدراعظم وايي، د ده په باور ناټو په تېرو ۵ سوه کلونو کې د نړۍ تر ټولو بریالی پوځي تړون دی.
بوریس جانسن، چې ایستونیا ته تللی، همداراز وویل، ناټو به ښه راتلونکې ولري.
جانسن، چې محافظه کار ګوند یې د بریټانیا په وروستیو عامه ټاکنو کې بریالی شو، پرون (شنبه) وویل، غواړي چې له روسیې سره د بریټانیا اړیکې ښې کړي.
ده په عین حال کې وویل چې دواړه هېوادونه په اړیکو کې لویې ستونزې لري چې د دوی د لري توب سب شوي دي.
ده دا خبرې په ایستونیا کې د بریټانیا ۸۵۰ دېره پوځیانو ته په وینا کې وکړې.
وروسته له دې چې روسیې د اوکراین کریمیا ټاپوزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه، امریکا، بریټانیا او د ناټو ځینې متحدان په دوره يي ډول ایستونیا، لیتوانیا، لاتویا او پولنډ ته ځواکونه لېږي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments