د برک کباب پخولو طریقه

comments 0

0 Views

کباب نوم خو به مو ډېر اورېدلی وي، تاسو به ډول ډول کبابونه پېژنئ، راځئ نن درته د يو بل ډول کباب پخولو لارې چارې دروښيوو.

دا برک کباب نوميږي.

د دې كباب د پخېدو لپاره بايد د نازك ګلګي د غوښې يا د پسه د غوښو څخه كار واخلو. د دې كباب دپاره بايد نازكې او پستې غوښي خوښې كړو. ولې ښه به دا وي چي تاسې غوښې يوه شپه د مخه د پيازو په اوبو او مرچكو كي خيشتې او پستې كړئ. هر ډول كباب چې وي بايد په پخیدو كي ډېر وچ نه شي.

د اړتیا ور مواد:

غوښه يونيم كيلو .
پياز درې دانې .
غوړي يو ګيلاس .
مرچ لږ څه.

د پخولو طریقه:

دكباب غوښې چي په هره اندازه غواړئ هغو نه يې پنډي پرې كړى؛ مثلاً كه يې پنډوالى څلور ګوتې وي، يوه ټوټه د څلورو ګوتو په اندازه پرې كړئ او هغه د غوښو سره كښېږدئ او نورې ټولې د هغه په اندازه باندې ټوټه ټوټه كړئ.

يعنې چې ټولې يو ډول او يوه اندازه وي، نه غـټې وي، نه كوچنۍ . بيا د غوښې دغه ټوټې په يوه اندازه پرې، بيا پياز تر ماشين وباسئ غوړي او مرچك ور واچوئ، سره ګډ يې كړئ، د غوښې جوړې شوې ټوټې پکې واچوئ او يوه شپه يې كښېږدئ چې ښې پستې شي. بيا د غوښې ټوټې په سيخانو وپېيئ، په چاړه يې لږ و وهئ او پر اور باندي يې كباب كړئ. د كبابېدو په مهال سيخان سره اړوئ چي شا و خوا يې ښه سره پاخه شي.

خو كباب بايد ډېر وچ نه شي لږ اوبه بايد ولري. بيا دغه كبابونه په دېش يا غوري كي كښېږدئ او پر سر باندي يې لږ مالګه وپاشئ شا و خوا ته يې ګردې حلقه شوې پياز او روميان و او پر سر باندي يې ګشنيز ور واچوئ.
يادونه :- كباب بايد په ډوډۍ كي ونه پېچئ. ولې چې د كباب اوبه ډوډۍ جذبوي او كباب وچيږي.

Share this page to Telegram

Comments