د برښنا مزي نن تړل کیږي

comments 0

1138 Views

هندوکش – کابل: ټاکل شوې چې نن سې شنبه به د برښنا پرې شوي مزي بیرته ونښلول شي.
برښنا شرکت وايي، د برښنا مزي بغلان کې پرې شوي او نن به یې تر غرمې پورې بیرته وتړي.
بغلان کې د برښنا مزو د پرې کېدو له امله پر کابل، پروان، میدان وردګ، غزني او لوګر ولایتونو برښنا پرې شوې.
برښنا شرکت وایي، بغلان دوشي سیمه کې د افغان ځواکونو او مخالفینو ترمنځ نښته کې د برښنا دوه سرکټونه پرې شوي دي.
دا لومړی ځل نه‌ دی چې یاده سیمه کې د برښنا مزي پرې کېږي، بلکې پخوا هم څو ځلې په مزي پرې شوي او لامل جګړه یادیږي.
خو خلک بیا وایي، افغانستان ته د تیلو او ګازو واردات ډیری د زورواکو او مافیا په لاس دي او هر کال د ژمي موسم کې د برښنا مزي پرې کوي، څو تیل او ګاز په لوړه بیه او زیاته کچه وپلوري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments