د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر له خپلې دندې استعفا وکړه

comments 0

0 Views

په داسې حال کې چې په پام کې ده نهه میاشتې وروسته برتانیا له اروپايي ټولنې نه جلا شي د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن د دوشنبې پر ورځ له خپلې استعفا وکړه.

تر دوه وړاندې د برتانیا د کابینې یو بل مهم وزیر ډېویډ ډیویس هم له خپلې دندې لاس پر سر شوی و.

له دې سره د برتانیا حکومت چې وار د مخه له اروپايي ټولنې نه د برتانیا د وتلو په اړه د خپل پلان له امله تر فشار لاندې دی له نوي سرخوږي سره مخامخ شو.

په داسې حال کې چې نن لومړۍ وزیرې تېزا مۍ ډومینک راب له اروپايي ټولنې نه د برتانیا د وتلو د چارو د نوي وزیر او ښاغلي ډېویس پر ځای وټاکه، د نوموړې دفتر له ښاغلي جانسن نه مننه کړې او ویلې یې دي چې ژر به د هغه پر ځای هم یو څوک وټاکل شي.

بورېس جانسن او ډېوډ ډېوس د لومړۍ وزیرې تیریزا می د کابینې هغه دوه مخکښ وزیران وو چې له اروپایي ټولنې د برتانیا د وتلو پر مسله یې له نوموړې سره ښکاره مخالفتونه درلودل.

ښاغلي ډېوس تېره ورځ ویلي وو، لومړۍ وزیره له اروپایي مشرانو سره د یادې موضوع په اړه د خبرو پر وخت ډېره نرمي کوي، او دا ډول چلند د برتانیا ملي ګټې په خطر کې اچوي.

نوموړي وویل، له همدې کبله نور نشي کولی پر دې څوکۍ خپلې دندې ته دوام ورکړي.

له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو نوی پلان چې ډېر غبرګونونه یې پارولي د تېرې جمعې پر ورځ کابینې تایید کړ.

له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو د چارو یو بل مخکښ چارواکی برنارډ جینکین وايي دی پوهېږي چې ولې ښاغلي ډیوس له دندې استعفا وکړه.

Share this page to Telegram

Comments